د لاسرسي ځای

تازه خبر

په غزني کې هوايي بريد يوولس تنه وسله وال وژلي


د غزني سيمه‌ييز چارواکي وايي، په دغه ولايت پر طالب وسله والو بريد شوی دی چې پکې پنځلس تنو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. چارواکي وايي، په دغه بريد کې عامو وګړو ته ځاني زيان نه دی اوښتی.

د غزني سيمه‌ييز چارواکي وايي، په دغه ولايت پر طالب وسله والو بريد شوی دی چې پکې پنځلس تنو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. چارواکي وايي، په دغه بريد کې عامو وګړو ته ځاني زيان نه دی اوښتی.


چارواکي وايي، نن (شنبه) سهار هوايي، ځواک د د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د طالب وسله والو يو ډله په نښه کړې ده چې پکې يوولس تنه وسله وال وژل شوي او څلور نور ژوبل دي.

دغه هوايي بريد نن سهار نهه بجې د اندړو ولسوالۍ په رحيم خېلو سيمه کې شوی دی.
د اندړو ولسوال قاسم خان دېسيوال وايي، په وژلو شويو کسانو کې د طالبانو يو قومندان او پاکستانيان هم شامل دي.

دی وايي، ټپي شوي وسله وال د هغوی نورو ملګرو د پېښې له ځايه ايستلی دی.
د دېسيوال په خبره، کېدای شي په پېښه ټپي شوي کسان هم مړه شي او په دې توګه د وژل شويو کسانو شمېره لوړه شي.

بله خوا بيا د همدې ولسوالۍ په ناني سيمه کې نن سهار د طالب وسله وال او د ملي اردو تر منځ نښته شوې ده، چې د دوو تنو وسله والو په وژل کېدو پای ته رسېدلې ده.

د ۲۰۳ تندر قول اردو د درېيمې لوا وياند نظيف سلطاني وايي، دواړه وژل شوي وسله وال پاکستانيان دي او په نښته کې سرتېرو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
XS
SM
MD
LG