د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران او شپږو طاقتونو ترمنځ خبرې بې نتیجې پای ته ورسېدې


د ایران او د نړۍ د شپږو طاقتونو ترمنځ د تهران د اټومي پروګرام په اړه د درې ورځو خبرې له کوم پرمختګ پرته د جمعې په ورځ پای ته ورسیدې.


د ایران د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال او د اټومي مذاکرو ستر مرکچي عباس عراقچي وویل د یوه وروستي تړون د مسودې د پیل لپاره مخالفتونه ډېر ستر وو.

عراقچي دغه راز وویل، خبري به دوام وکړي او هیله من دی چې د جولای شلمې نېټې تر ضرب الاجله پورې به یوه معامله رامنځ ته شي.

یوه جګ پوړي امریکایي چارواکي وویل؛ نورې ریښتینولۍ ته اړتیا ده او وخت محدود دی. ده وویل، خبري به په راتلونکي میاشت کې په یوې نامعلومي نیټې له سره پیل شي.

ایران د یوې موقتي معاملې پراساس خپل اټومي فعالیتونه محدود کړي او په مقابل کې ورباندې نړېوال بندیزونه یو څه کم شوي دي. تهران هڅه کوي چې، د نړۍ له شپږو طاقتونو سره د اټومي پروګرام یوه دایمي معامله وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG