د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پولیس د لاهور تعلیمي ادارو کې پښتانه زدهکوونکي ځوروي'


په لاهور کې ګورنمنټ کالج پوهنتون
په لاهور کې ګورنمنټ کالج پوهنتون

د پنجاب صوبې په سرښار لاهور کې په لوړو زده کړو بوخت د خېبر پښتونخوا، قبايلي سيمو او د بلوچستان صوبې پښتانه زدهکوونکي وايي، چې د لاهور پوليس یې بیا بیا تاڼو ته د پوښتنو ګروږنو لپاره بیايي او پېژندګلو په اړه ترې پوښتنې کېږي.

د پنجاب صوبې په سرښار لاهور کې په لوړو زده کړو بوخت د خېبر پښتونخوا، قبايلي سيمو او د بلوچستان صوبې پښتانه زدهکوونکي وايي، چې د لاهور پوليس یې بیا بیا تاڼو ته د پوښتنو ګروږنو لپاره بیايي او پېژندګلو په اړه ترې پوښتنې کېږي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړی او د سېنېټ استازی عبدالروف لالا وايي، د پاکستان ایين او قانون هر پاکستاني وګړي ته دا حق ورکوي چې د پاکستان په مختلیفو ځايونو کې ژوند وکړې.
د پنجاب يونيورسټۍ د اېم اېس سي يو زده کوونکی او د پښتون پرمختايي غورځنګ (پښتون ډېولېپمنټ موومنټ) مشر محمد جواد ماندوری مشال راډيو ته وویل، په لاهور ښار کې د مسلم ټاون، سېنټرل فلېټ او د ګارډن ټاون علاقو له پښتنو زده کوونکو پوليس بیا بیا پلټنې کوي.

نوموړی زیاتوي، چې په سرکاري هاسټلونو کې زياتره پښتنو زده کوونکو ته کوټې نه ورکول کېږي نو مجبورا د تعليم په خاطر دوی په شخصي ځايونو کې اوسېږي.

«مسلم ټاؤن ته پوليس ورغلی، هلته اته زده کونکو چای څکلو. او دوی يې ګاړي ته وخېژول نو چې يو زده کونکي ورته کارډ وښودلو چې زه زدهکوونکی يم، تاس مې ولې بوځی، نو پولیس هغه دوه څپېړی هم ووهلو. دغه رنګ هغه تېره ورځ له پټان کالونۍ يې هم ٢٠٠ کسان بیولي ول. پښتانه زده کوونکي په مختلفو هاسټلونو، ځايونو او کوټو کې اوسيږي، دا خو د حکومت ناکامي ده چې رجسټر هاسټلې نشته نو دوی په دغه ځايونو کې چاپې وهې او داپښتانه زده کونکي بیايي. خو خبره دا ده چې پوليس ولې یوازې پښتانه بیايي»

دغه رنګ د طب يو زده کونکی انعام الله چې د بلوچستان لورا لايي سيمې اوسيدونکی دی، وايي، يو څو ورځې مخکې پوليسو دی بیولی وو او ډول ډول پوښتنې یې کولې.

«پوليسو زه بوتلم، له ما یې پوښتنې کولې چې څنګه راغلی يې، څه کوى، ستا کارډ د کوم ځای دی. کارډ چې مې ورته وښود، بيا یې ویل ته دلته څه کوې؟ چې ورته ومې ویل، دلته په پنجاب کالج کې سبق وايم، نو ویل یې ولې ستا په صوبه کې ښه کالج نه وو. نو ما ورته وويل چې پلار ښه تعليم ته رالېږلی يم. بس داسې رويه يې وې چې انسان ورته بېخي حيرانه شي»

د اليکټريکل انجينيرينګ يو زده کونکی بايزيد روشان وايي د لاهور پوليس په بې پوښتنو او ګروږنو د زدهکوونکو وخت ضايع کوي ځکه چې نن سبا امتحانونه روان دي.

«پدې مسله موږ دوه ځلي اچرا تاڼې مخې ته مظاهره وکړه، هغه هم په ريکارډ کې راغلې ده. له پښتنو سره سره هغوی د ګلګت بلتستان زدهکوونکي هم ونيسي چې بيا په تاڼه کې تپوس ترې وکړې چې د کوم ځای يې نو بيا هغوی پرېږدې او زموږ خلک په تاڼه کې وهې تنګوې، پيسې ترې اخلې. د دې مسلې هوارلو لپاره موږ د پښتونخوا ملي عوامې ګوند سېنېټر رووف لاله هم راغوښتی وو ، هغه د لاهور له ډي ای جي سره خبره وکړه خو د هغه باوجود دوی له پښتنو سره زياتی کوي او د پښتنو د مشرانو خبره هم نه مني»

د زده کونکې دې مسلې په لړ کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړی او د سېنېټ استازی عبدالروف لالا وايي، د پاکستان ایين او قانون هر پاکستاني وګړي ته دا حق ورکوي چې د پاکستان په مختلیفو ځايونو کې ژوند وکړې.

«تېره ورځ چې موږ لاهور ته تللي وو. په سلګونو پښتانه او په خاص توګه زدهکوونکي په مختلیفو تاڼو کې بند ول. او موږ د دوی د راخوشې کولو لپاره د شپې تر درو بجو پورې لګیا ول. څه خلک مو راخلاص کړل. په سېنېټ کې له پښتنو سېنېټرانو سره ما خبره وکړه چې دا يو سياسي سلوک دی چې په دې ملک کې له پښتنوسره کېږي. موږ بيا د سېنېټ قايد ايوان راجه ظفرالحق ته درخواست وکړ، چې د پنجاب وزير اعلى سره پر دې مسله خبره وکړه او موږ ته یې ډاډمن جواب راکړ»

کله چې مشال راډيو د زده کونکو پر دې مسله د واکمن ګوند مسلم ليګ نون مرکزي وياند صديق الفاروق سره خبره وکړه نو هغه وويل چې مسلم ليګ نون يو قامي ګوند دی او په څه امتياز يقين نه لري. مسلم ليګ نون د ټولو صوبو دی.

هغه زياته کړه چې يو خو وسله وال او تحريک طالبان زياتره خلک له پښتني سيمو سره تعلق لري او بل نن سبا د کلنګ معامله هم روانه ده نو چې کله پوليسو ته داسې یو څه اشاره ترلاسه کېږي چې یو مشکوک کس په هاسټلو کې پټېږي يا نوره څه خبره وي نو بيا داسې تفتيشونه کيږي.

«تفتيش کول څه داسې خبره نه ده ، په نورو ملکونو کې له وزيراعظمه تفتيش کېږي. دلته د سیند صوبې له ګورنره هم د مشرف په معامله کې تفتيش شوی دی. نو که د پاکستان له پښتنو بچو سره پوليسو څه قسمه بدسلوکي کړې ده نو هغه دې له ماسره رابطه وکړي، زه به د مسلې حل راوباسم. او صرف په دې چې هغه زموږ د پښتو ژبې ويونکی بچی دی او هغه په لاهور کې زده کړې ترلاسه کوي او تنګول کېږي نو داسي څه خبره نه ده پکار او نه یې اجازه ورکوو»

پشتون ايجوکيشن ډيويليپمنټ موومنټ د معلوماتو ترمخه دا وخت د لاهور په مختلفو يونيورسټيانو او کالجونو کې شاه خواه څلور زره پښتانه زدهکوونکي زدکړې ترلاسه کوي.
XS
SM
MD
LG