د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاچا خان پوهنتون لخوا حامد کرزي ته د ستاینې لوحه ورکړل شوه


د پاچا خان د پوهنتون د رهبرۍ پلاوي لخوا ولسمشر کرزي ته د ستاینې لوحه ورکړل شوه.

د پاچا خان د پوهنتون د رهبرۍ پلاوي لخوا ولسمشر کرزي ته د ستاینې لوحه ورکړل شوه.


په هغو مراسموکې چې نن (جمعه) غرمه په همدې مناسبت په ارګ کې پرځای شول، د پاچا خان د پوهنتون رئیس ډاکتر فضل الرحیم مروټ په تېرو۱۳کلونو کې په افغانستان کې د ولسمشر حامد کرزي د غوره خدمتونو څخه یادونه وکړه او د هغه د دغو خدمتونو د قدردانۍ په خاطر یې د پاچا خان د پوهنتون د رهبرۍ پلاوي، استادانو او محصلینو په استازیتوب د ستاینې دغه لوحه هغه ته ورکړله.

د پاچا خان د پوهنتون رئیس ډاکتر فضل الرحیم مروټ وویل:" زه د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي څخه منندوی یم چې د پاچاخان د پوهنتون د رهبرۍ پلاوي دغه یادګاري ډالۍ یې په خوښۍ سره ومنله."

د یادونې وړ ده چې د پاچاخان د پوهنتون رئیس ډاکتر فضل الرحیم مروټ او د ده ملګری پلاوی د پښتو ژبې د ستر شاعر عبدالغني خان د زیږیدنې د سلمې کالیزې د لمانځنې په دوه ورځني علمي سیمینارکې د ګډون لپاره کابل ته راغلی و.
XS
SM
MD
LG