د لاسرسي ځای

په سوات کې وسله والو د مصالحتي کمېټۍ غړی وژلی


د سوات پولیسو مشر شېر اکبر خان نن ( جمعه ) مشال راډیو ته وویل، د بخت روان په نوم دا کس تېر ماښام د مېنګورې په کڅ سړک د خپل کور پر لوري روان وو چې وسله والو ورباندې ډزې وکړې.


بخت روان د بڼ تاڼې د مصالحتي کمېټۍ غړی وو او د وژنې پړه یې لا چا نه ده منلې.
XS
SM
MD
LG