د لاسرسي ځای

تازه خبر

جمهوریت (د افغانستان ولسمشریزو انتخاباتو دویم پړاو)


د افغانستان د اساسي قانون له وینا سره سم، په ولسمشریزو ټاکنو کې که یو کاندید یا نوماند ساده اکثریت تر لاسه کړي نو هغه ولسمشر کېدای شي. دا ساده اکثریت ۵۰ جمع یو یا ۵۱ فیصده رایې وي.

د پنجشنبې یا زیارت پر ورځ د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مشر احمد یوسف نورستاني په یوه خبري غونډه کې وویل چې د اپرېل پینځمې نېټې د ولسمشریزو ټاکنو وروستۍ پایلې ښيي چې یوه نوماند هم له ۵۰ فیصده زیاتې رایې نه دي تر لاسه کړې.


د افغانستان د اساسي قانون له وینا سره سم، په ولسمشریزو ټاکنو کې که یو کاندید یا نوماند ساده اکثریت تر لاسه کړي نو هغه ولسمشر کېدای شي. دا ساده اکثریت ۵۰ جمع یو یا ۵۱ فیصده رایې وي.

نوموړي وویل، په افغانستان کې به د دویم پړاو انتخابات شاوخوا یوه میاشت وروسته، د جوزا پر ۲۴مه نېټه چې د جون له ۱۴مې سره سمون خوري، کېږي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مشر احمد یوسف نورستاني له افغانانو غوښتنه وکړه چې د تېر په څېر دې یو ځل بیا په انتخاباتو کې خپلې رایې وکاروي.

د اپرېل پر پینځمه شاوخوا اووه میلیونه افغانانو د خپلې خوښې نوماندانو ته رایې ورکړې وې.

ایا افغانان باید د ولسمشریزو انتخاباتو په دویم پړاو کې هم د رایې ورکونې مراکزو ته ولاړ شي او که نه؟ رایه ورکول ولې ضروري وي او دا د جمهوریت یا ډیموکراسۍ لپاره څومره ګټه رسوي؟ په افغانستان کې څوک رایه ورکولای شي؟

ایا ریښتیا به هم زیات افغانان د ولسمشریزو ټاکنو په دویم پړاو کې برخه واخلي او که څنګه؟ د یوه هېواد د ډیموکراټیک کولو لپاره باید رایه په څه ډول وکارول شي؟ دا او نورې پوښتنې د جمهوریت په نننۍ خپرونه کې له پوهانو سره څېړو، خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.
جمهوریت (د افغانستان ولسمشریزو انتخاباتو دویم پړاو)
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:10:56 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG