د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شریف: د ګوزڼ ناروغۍ مخنیوي ډلو امنیت به پوځ ساتي


د پاکستان وزیراعظم نواز شریف ویلي، د ګوزڼ رنځ مخنیوي لپاره دې د پوځ تر څار لاندې کیمپېن وشي.

دا خبره نوموړي د تېرې پنجشنبې پر ورځ د کابینې د غونډې پر وخت وکړه. د پاکستان دولتي خبري اژانس اې پي پي وايي، نواز شریف وویل، د پولیو واکسیني ډلو ساتنه دې پوځ وکړي.

ده زیاته کړه چې د ګوزڼ ناروغۍ ضد څاڅکو په اړه د ناسمو نظرونو ختمولو لپاره به اشتهاري کیمپېن هم پیلوي. د پاکستان حکومت د ګوزڼ ناروغۍ ضد ګامونه پر داسې وخت اخیستي دي چې د دې ناروغۍ خپرېدو له وېرې پر پاکستانیو وګړو نړیوال سفري بندیزونه لګول شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG