د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې دویم پړاو ټاکنو ته امنیتي تدابیر پیل شوي


د خوست ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې د یاد ولایت په کچه يې د ټاکنو دویم پړاو ته کلک امنیتي تدابیر نیولي او د خوست په ښار او نورو لیرې پرتو سیمو او ولسوالیو کې يې د یوې اونۍ راهیسې چاڼیز عملیات ترسره کړي.

د خوست ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې د یاد ولایت په کچه يې د ټاکنو دویم پړاو ته کلک امنیتي تدابیر نیولي او د خوست په ښار او نورو لیرې پرتو سیمو او ولسوالیو کې يې د یوې اونۍ راهیسې چاڼیز عملیات ترسره کړي او د دې پوځي عملیاتو په ترڅ کې يې د وسلوالو څخه یوه اندازه وسلې او مهمات لاسته راوړي دي.


خوست امنیه قوماندان سمونوال فیض الله غیرت نن پنجشنبه د امنیه قوماندانۍ په ودانۍ کې مشال راډیو ته وویل، چې افغان ملي ځواکونو په ګډه دا ډول عملیات د یوې اونۍ راهیسې د خوست په مرکز او ولسوالیو کې پیل کړي او په دې موده کې يې د مخالفینو څخه یوه اندازه سپکې او درنې وسلې، همدارنګه په زیاته اندازه مرمۍ او مهمات لاسته راوړي دي:

((لکه څرنګه چې ټول هېوادوال خبر دي، موږ د دویم دور انتخاباتو له پاره یو شمېر امنیتي تدابیر په لاره اچولي دي، تقریباً یوه هفته کیږي، چې دا عملیات جریان لري، البته په خوست ښار او چار اطرافه ولسوالیو کې چې موږ په دې لړ کې لاسته راوړنې هم لرو، تاسو يې عملاً وینئ، چې مختلفه سلاح، مهمات او مختلف نظامي تجهیزات په کې لاسته راغلي دي او عملاً دلته موجود دي.))


دا چې خوست د ډیورند کرښې سره په اوږدو ګډه پوله لري او د پولي د پورې خوا له قبایلي سیمو سره ګڼې رسمي او فرعي د تګ او رتګ لارې لري، نو افغان امنیتي ځواکونه به وتوانیږي امنیت خوندي او خلکو ته په ټاکنو کې د ګډون له پاره مناسب امنیتي شرایط برابر کړي، په اړه يې خوست امنیه قوماندان داسې وویل:

((انشاالله لکه څرنګه چې تاسو ولیدل د لومړي پړاو انتخابات په ډېره ښه ډول سرته ورسیدل، حتا د ټول ولایت په سطحه یو سایټ هم نه وو تړل شوی، بیا هم خپلو ګرانو هېوادوالو ته اطمینان ورکوو، چې په خوست کې به د انتخاباتو پروسه انشاالله ډېره ښه پر مخ ولاړه شي، بلخوا افغان امنیتي ځواکونه ژمن دي او خپلو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي، د خپلې خاورې او خپلو خلکو نه په کلکه ساتنه کوي.))

سمونوال فیض الله غیرت د ټاکنو د دویم پړاو د امنیت د تامین له پاره د روانو عملیاتو په ترڅ کې یو شمېر نیول شوې سپکې او درنې وسلې درسنیو خبریالانو ته وښودې او په اړه يې داسې وویل:

((په دې کې خو د پیکا مرمۍ دی، په ډېره زیاتې اندازې سره، د هغې شریدونه دي، د ار پي جي راکټ دی، د کلاشینکوف او نورو وسلو مرمۍ دي، ولچک دي، دوربینونه دي، لاسي بمونه دي، همدارنګه دا عسکري تجهیزات دي، په ټوله کې تاسو وینئ چې په حدود دولس قلمه پوځي تجهیزات دي.))

په خوست کې پوځي چارواکي داسې مهال دویم پړاو ټاکنو ته د امنیتي تدابیرو او ځانګړو پوځي عملیاتو خبره کوي، چې د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د اپریل د پنځمې انتخاباتو نهايي نتیجې اعلان کړې، د کمیسیون د چارواکو په وینا ټاکنې دویم پړاو ته ولاړې او راتلونکې ټاکنې به د دوو مخکښو کاندایدانو اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله عبدالله تر منځ د جوزا په ۲۴ مه نیټه ترسره شي.
XS
SM
MD
LG