د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملالې انځور په څه باندې یو کروړ کالدارو لیلام شو


د خېبر پښتونخوا د سوات ملالې يوسفزۍ يوانځور پروند چارشنبې ورځ په نيويارک کې په يو لک دوه نيم زره ډالره ( څه باندې يو کروړ لس لکه پاکستانۍ روپۍ) ليلام شو.


ملاله يوسفزۍ په دوه زره دوولسم کال کې وسله والو طالبانو په سوات کې په ډزو ويشتلې وه چې بيا د علاج لپاره برتانيا ته يووړل شوه.

دغه انځور یوه برتانوي انځورګر جنتن ياو هغه وخت جوړ کړی وو کله چې له روغېدو وروسته ملالې يوسفزی په برمنګم ښار کې سکول ته تلل پیل کړل.

د ملالې انځور د چارشنبې پر ورځ په نيويارک کې ليلام شو. له ليلامه ترلاسه شوې پيسې به په نايجېريا کې د نجونو پر تعليم خرڅېږي.

انځورګر جنتن ياو وويل، غوښت يېچې د ملالې يوسفزۍ دانش او قوت په يوه عکس کې انځور کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG