د لاسرسي ځای

"د وزیرستان غوندې ګرځبندیز نه په افغانستان او نه کشمیر کې شته"


د بشري حقونو فعالان وايي، د ځايي ولس ستونزې باید په پام کې ونيول شي او ورته هره ورځ په ګرځبندیز کې دومره مهلت ورکړل شي چې هغوی خپل ټول ضرورتونه پوره کړي او ولس ته پکار ده چې د خپلو حقونو لپاره په براخه کچه غږ اوچت کړي.

په شمالي وزیرستان کې نن «پنجشنبه» پر اتمه ۷ ورځ د پرله پسې ګرځبندیز له لاسه په خپلو کورونو کې ایسارېدو له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي. ځايي خلک وايي نور ورسره خوراکي توکي هم ختم شوي او ناروغان يې د ژوند او مرګ په کشمکش کې دي.


خو پوښتنه دا ده چې ولې د وزیرستان ټول ولس تر ګرځبندیز لاندې ساتل شوی، دا د پاکستاني پوځ جنګي حکمتعملي ده که بل سبب کېدای شي.؟

د دفاعي چارو کارپوه او د پاکستان پوځ پخوانی بریګېډیېر محمد سعد وايي، دا حکمتعملي نه بلکې نااهلي او لاعلمي ده.

«تاسو وینئ، په افغانستان کې جنګ روان دی خو هلته هېڅکله هم نه د افغانستان ځواکونو او نه هم امریکایانو تر اونیو اونیو ګرځبندیز لګولی دی، نه هم کشمیر کې داسې شوي دي. خو دلته که ګرځبندیز لګېږي نو پر عام ولس لګېږي او وسله وال په خلاص مټ ګرځي، هغوی چې څه زړه غواړي کولای یې شي. نو زما په خیال ترڅو چې ولس زموږ ملګری شوی نه وي دغه جنګ نه شو ګټلای»

په پاکستان کې د بشري حقونو مرستیال همغاړیکوونکی« کوارډینېټر» قاسم خان مشال راډېو ته وویل عام ولس دومره وخت په کورونو کې بند ساتل له بشري حقونو سرغړونه ده.

«که ګرځبندیز لګوئ نو د قانون ترمخه به يې نافذوئ او ولس ته به وخت په وخت دومره مهلت ضرور ورکوئ چې خپل ناروغان روغتونونو ته ورسوي او ځان ته د خوړو یو څه بندوبست وکړای شي. خو د افسوس خبره ده چې په پاکستان کې زموږ واکمنان په قانون عمل نه کوي،موږ د دغه ستونزې په اړه یوه خبرپاڼه هم خپره کړې او زموږ مشران به له ګورنر سره پر دې ستونزه خبرې کوي.»


پخوانی بریګېډیېر محمد سعد وايي، په سیمه کې د ترهګرۍ او ناارامۍ ختمولو لپاره پکاره ده چې د رونو تګلارو له نوې سره وکتل شي.

«له ۶۵ کالونو نااهلي راروانه ده. او دا د ریاست کمزوري ده. ریاست خپل کار پرېښودی دی او چرته چې د حکومتدارۍ خلا وي نو ریاست ته پکار ده چې هغه ډکه کړي خو دلته دغه تشې او خلاګانې غیر ریاستي قوتونه ډکوي. اول خو موږ باید یبب ولټوو. ایا فاټا د پاکستان حصه ده آیا دغلته د دولت واک هم شته که نه؟ وسلوال ولې دغلته پیدا شول او موږ خو پر له تېرو ۶۵ کلونو راهیسې غور نه دی کړی. د دنېا خلک مو فاټا ته راوستل او دغلته مو جنګ مسلط کړو، نو په دې اړه په بشپړه توګه له نوې سره جایزه اخیستل پکار ده»

د بشري حقونو فعالان وايي، د ځايي ولس ستونزې باید په پام کې ونيول شي او ورته هره ورځ په ګرځبندیز کې دومره مهلت ورکړل شي چې هغوی خپل ټول ضرورتونه پوره کړي او ولس ته پکار ده چې د خپلو حقونو لپاره په براخه کچه غږ اوچت کړي.
XS
SM
MD
LG