د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل کې د غني خان سلمې کلیزې غونډه وشوه


په کابل کې د پښتو ژبې د مشهور شاعر عبدالغني خان د زوکړې د سلمې کلیزې په ویاړ دوه ورځنی سیمنار د ولسمشرحامد کرزي په وینا سره پرانستل شو.

ښاغلي کرزي په خپلو خبرو کې غني خان د سیاسي ارمانونو خاوند یو لوی شاعر او نقاش وباله.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر سید مخدوم رهین وویل، چې په دې دوه ورځني سیمنار کې به پوهان او لیکوالان د غني خان په ژوند او اثارو څیړنې او مقالې وړاندې کړي.

غني خان د عدم تشدد د مبارزې د لوی مبارز خان غفار خان زوی دی چې په ۱۹۱۴ کال کې زیږیدلی و.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG