د لاسرسي ځای

تازه خبر

‘د اېف سي ار ځوروونکی قانون دې ختم کړل شي’


د چارشنبې پر ورځ په جمرود کې د خېبر ایجنسۍ پولیټیکل ایجنټ او د کوکي خېل ولس د مشرانو ترمنځ د سیمې د امنیت او د ځایي خلکود مشکلاتو په اړه یوه لویه جرګه وشوه.

د چارشنبې پر ورځ په جمرود کې د خېبر ایجنسۍ پولیټیکل ایجنټ او د کوکي خېل ولس د مشرانو ترمنځ د سیمې د امنیت او د ځایي خلکود مشکلاتو په اړه یوه لویه جرګه وشوه.


په جرګه کې پولیټیکل اېجنټ شهاب علی شاه او د اېف سي چارواکو د کوکي خېل ولس په جمرود کې د امن د قایمولو او د علاقایې ذمه واریو پوره کولو غوښتنه وکړه، خو د کوکي خېل مشرانو وویل،

دوی تر هغو دغه ذمه په پر خپل سر نه شي اخیستلای تر څو چې په قبایلي سیمو کې اختیارات بیرته پولیټیکل چارواکو ته نه وي سپارل شوي.

دا راز قبایلي مشرانو وویل، په اېف سي آر کې بدلون پکار دی له مخې یې هغې مطابق د اجتماعي ذمه واریو په نوم د ولس ځورونه بنده کړل شي. پر دغه موقع د سیمې د تعلیم او صحت پر مسلو هم خبرې وشوې.
XS
SM
MD
LG