د لاسرسي ځای

په کورمه ایجنسۍ کې له تېرو څلورو ورځو راهیسې لګول شوی ګرځبندیز د چارشبنې پر پای ته ورسېد.

په کورمه ایجنسۍ کې له تېرو څلورو ورځو راهیسې لګول شوی ګرځبندیز د چارشبنې پر پای ته ورسېد.

له سیمې راپورونه وايي، له ګرځبندیز ختمېدو وروسته د زیارت پر ورځ ټولې تعلیمي ادارې، دفترونه او بازرونه د پرانستو ترڅنګ د ټیلیفون او موبایل سروس هم بحال شوی دی.

د پاړه چنار یو ځايي مشر ملک محبوب علي مشال راډیو ته وویل، خوشاله دي چې د سیمې حالات یې یوځلې بیا ښه شول او اوس یې په سیمه کې پر تګ را تګ هم بندیز هیسته شوی دی.

د پولیټیکل انتظامیې دفتر له مخې، په سیمه کې د دوًو ډلو ترمنځ د تاوتریخوالي له کبله د امنیت ساتلو لپاره د مالي کلي پورته یواځې د پاړه چنار په حدودو کې ګرځبندیز لګول شوی وو خو ټیلیفون او موبایل سرویس یې په ټوله کورمه ایجنسۍ کې بند کړی وو.

د سدې یو اوسېدونکی محمد مصطفا وايي، چې د موبایل سروس له هم نه دې بحال شوی چې له وجې یې دوی په سختو مشکلاتو کې دی.

د کوزې کورمې انتظامي دفتر یوه چارواکي مشال راډيو ته وویل، چې دغه مسله د تکنیکی ستونزې په وجه ده او زیاتوي چې په دې باندې کار روان دی او ژر به د موبایل سرویس هم بحال شي.
XS
SM
MD
LG