د لاسرسي ځای

د پکتيکا د پوهنې رياست چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په درېيو ولسواليو کې به په لومړي ځل ۱۵۰سيمه ييز ښوونځي جوړ شي.

د پکتيکا د پوهنې رياست چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په درېيو ولسواليو کې به په لومړي ځل ۱۵۰سيمه ييز ښوونځي جوړ شي.

سيمه ييز ښوونځي د پوهنې وزارت د الحاقيه ښوونځيو په نوم يادېږي، چې له لومړي ټولګي نه تر نهمه ټولګي پورې کې ماشومانو او تنکیو زلمیانو ته په کې د ښوونې او روزنې اسانتیاوې برابریږي، چې هلته دوی له پاره نږدېښوونځي نه وي موجود.د پکتيکا د پوهني رييس کوچي ځاځي مشال راډیو ته وويل، دغه ښوونځي د پوهنې وزارت په چوکاټ کې په هغو سيمو کې فعالېږي، چې له نورو رسمي ښوونځیو څخه ټاکلی واټن ولري او ماشومان يې تر دې مهاله د زده کړو له امکاناتو محرومه پاتې وي.

د ده په خبره دغه ښوونځي به په نږدې راتلونکې کې سروبي، مټاخان او يحياخېلو ولسواليو کې جوړ شي:

((خدای دې وکړي، چې نه یوازې دا برنامه په یادو دریو ولسوالیو کې پلي شي، بلکې نورو ولسوالیو ته هم وغځیږي او په دې توګه موږ هغه ټولو پکتیکاوالو ماشومانو ته چې هغوی د رسمي مکتبونو څخه په لیرې فاصله کې واقع دي، دا خدمات ورته وړاندې کړو. ډېر پروګرامونه د پوهنې د محترم وزارت له خوا پکتیکا ته راځي او موږه په لاره اچولي دي، د سي بي اې او جي پي اې پروګرام دی او د یونسیف پروګرام دی، چې خاص د ښووني او روزنې له پاره کار کوي تر څو په ګډه یو متوازن معارف د پکتیکا ټولو سیمو ته ورسوو.))

د مټاخان اوسېدونکى او قومي مخور ملک خان د سيمه ييزو ښوونځيو پرانيستل د خپلې سيمې لپاره اغېزمن او ګټور بولي. هغه زیاتوي، چې د یو شمېر ولسوالیو ځني کلي په غرنيو او لیرې پرتو سيمو کې دي، نو د دې برنامې د لارې به هغو ته د زده کړو زمینې برابرې شي.
بلخوا د سروبي ولسوالۍ یو تن اوسیدونکی ځوان په خپلو خبرو کې د سیمه ییزو ښوونځیو په ساتنه کې د ځوانانو له خوا د هر ډول مرستې او همکارۍ ډاډ ورکوي:

((زه زلمي خروټی یم، د پکتیکا ولایت د سروبي ولسوالۍ یو تن اوسیدونکی،لکه څرنګه چې پنځوس سیمه ییز ښوونځي به د سروبي په ولسوالۍ کې جوړ شي،موږ په رښتیا د دې نیک اقدام هرکلۍ کوو، د پوهنې محترم رئیس صیب ته موږ ځوانان دا ډاډ ورکوو، چې د ښوونځیو په ساتنه کې هر ډول قرباني او همکاري ته موږ اماده یو.))

د پکتيکا د پوهنې رياست وياند محمدالله همت يار د سیمه ییزو ښوونځیو د جوړولو له پاره هغه وضع شوي اصول او پرنسیبونه داسې په ډاګه کړل:

((دغه ښوونځي په هغه سیمو کې جوړیږي چې ګڼ میشته وي، لیرې پرتې وي، د هماغه سیمو خلک خصوصاً ماشومان رسمي ښوونځیو ته لاسرسۍ ونه لري، یا دا چې درې کیلومتره او یا له دې زیات د رسمي ښوونځیو سره په فاصله کې وي، هلته شل کورنۍ يا سل تنه استوګن وي او د سيمې خلک د ښوونځي جوړېدو ته لېوال وي.))

د یادونې وړ ده د پکتيکا په ولايت کې ۳۴۴ بابه ښوونځي فعال دي چې ۲۰۷ يې لومړني، ۵۹ منځني او ۵۸ يې لېسې دي، چې ټول ۱۴۲۰۳۴ زده کوونکي په کې پر زده کړو بوخت دي.
XS
SM
MD
LG