د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د پاکستان ریاست دې تحفظ راکړي ګنې په خپله توپک رااوچتوو"


په پښتونخوا اسمبلۍ کې د عوامي نېشنل پارټۍ پارلماني مشر او پخوانی صوبايي وزیر سردار حسین بابک
په پښتونخوا اسمبلۍ کې د عوامي نېشنل پارټۍ پارلماني مشر او پخوانی صوبايي وزیر سردار حسین بابک

سردار حسین بابک د خپل ګوند د غړو او ملګرو د وژلو تور له ترهګرو ډلو سره سره پر حکومت او د پاکستان پر ریاستي ادارو پورې کړ، او وايي، که یې د ګوندي ملګرو د وژنې لړۍ ونه درېږي نو بیا مجبوره دې چې ټوپک اوچت کړي او خپلځان په خپله وساتي.

په پښتونخوا اسمبلۍ کې د عوامي نېشنل پارټۍ پارلماني مشر او پخوانی صوبايي وزیر سردار حسین بابک د خپل ګوند د غړو او ملګرو د وژلو تور له ترهګرو ډلو سره سره پر حکومت او د پاکستان پر ریاستي ادارو پورې کړ او وايي، که یې د ګوندي ملګرو د وژنې لړۍ ونه درېږي نو بیا مجبوره دې چې ټوپک اوچت کړي او خپلځان په خپله وساتي.


د نهې پر ورځ په پېښور کې د خپل ګوند د ضلعي تنظیم د یو اهم غړي انوار الحق له وژلو وروسته سردار حسین بابک د پښتونخوا اسمبلۍ ته په خپلو څرګندونو کې وویل، ”دا څنګه د خبرو اترو پروسه ده، چې د عوامي نېشنل پارټۍ غړي او پښتانه پکې وژل کېږي، او حکومت دې ته د امن مذاکرات وايي. دا عجیبه خبره ده، چې موږ پښتانه سوځي، روزانه موږ جنازې اوچتوو، د هغه ریاستي ادارو چې خلک یې په نوم اخیستلو ډارېږي، زه د هغه خلکو «نوم یې نه اخلم» خو دا وایم چې د ریاست دغه ټولې ادارې ناکاره دي. او یا که ناکاره نه دي، نو زه پډاګه دا خبره کوم، چې د پښتنو او بیا د عوامي نېشنل پارټۍ په دغه لوی قتل عام کې زموږ د دې وطن دا ریاستي ادارې شاملې دي، او دا زموږ مجرمان دي “

سردار بابک وویل چې دوی د باچا خان د عدم تشدد فلسفې منونکي دي، خو څوک دې دا نه ګڼي چې د دوی ملګري به وژل کېږي، او دوی به غلي ناست وي.

”صوبايي حکومت ته هم دا خبره کوم، مرکزي حکومت ته هم دا خبره کوم، او په پاکستان کې د عوامي نېشنل پارټۍ ټولو کارکنانو ته دا خبره کوم، چې زموږ تحفظ دې یقیني کړل شي، ګنې پډاګه وایم چې په دې صوبه کې به نه د چیف مینسیټر هاوس «د وزیر اعلا کور » رانه پاتې شي، نه به رانه آرمي هاوس «پوځي کور» پاتې شي، او نه به هغه د بوټانو خلک“

په پښتونخوا اسمبلۍ کې د قامي وطن پارټۍ غړي سکندر شېرپاو هم د عوامي نېشنل پارټۍ د غړي انوار الحق وژنه په کلکه وغندله او ویې ویل که چېري حکومت د سیاسي ګوندونو د کارکنانو تحفظ نشي یقیني کولای، نو بیا دوی په خپل تحفظ ښه پوهېږي.

”موږ دا تشدد هېڅکله نشو زغملای، موږ دا غواړو چې د سیاسي کارکنانو تحفظ د حکومت ذمه واري ده. دا د ریاست ذمه واري ده، یا دې ریاست خپله ذمه واري پوره کړي، او یا دې هغوی یو اړخ ته کښېني، او بیا به موږ خپل تحفظ په خپله کوو. “

په پښتونخوا اسمبلۍ کې د مخالیفو ګوندونو مشر مولانا لطف الرحمن او د پاکستان پیپلز ګوند پارلمانې غړې نګت یاسمین هم له حکومت غوښتنه وکړه چې د عام ولس او د سیاسي ګوندونو د غړو تحفظ دې یقیني کړل شي.

په پښتونخوا حکومت کې د تعلیم وزیر عاطف خان وویل، چې د چاودنو او هدفي وژنو لړۍ له مخکې په صوبه کې راروانه ده، او د دوی په حکومت کې د مخکې په نسبت امنیت ښه شوی دی.

خو له هنګو ضلعې د واکمن تحریک انصاف د صوبايي اسمبلۍ غړي شاه فېصل خان پر حکومت ټکونه وکړل چې د هغه ورور فرید خان چې د تحریک انصاف کارکن او د صوبايي اسمبلۍ غړی وو، په روڼه ورځ وسله والو وویشتلی او د هغه قاتلان اوس هم ازاد ګرځي.

د صوبايي اسمبلۍ له غونډې مخالیف ګوندونه د صوبايي وزیر په بیان په علامتي توګه ووتل او غوښتنه یې کوله چې حکومت دې په صوبه کې د امن پرځای کولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
XS
SM
MD
LG