د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان طالبانو د پوځي شورا مشر وټاکه


وال ستریت جورنال ورځپاڼه د افغان چارواکو په وینا وایي، چې طالبانو هغه څوک د خپلو پوځي عملیاتو مشر کړی دی چې روان کال پاکستان له زندانه خوشي کړ.

طالبانو د خپلو پوځي عملیاتو لپاره نوی مشر ټاکلی دی. یوې امریکایۍ ورځپاڼې د دې مشر د ټاکلو پر سر د کوتې شورا دننه اختلافاتو ته اشارې کړې دي او د افغان چارواکو په وینا یې څرګنده کړې ده، چې د طالبانو د پوځي شورا نوی مشر د پاکستان استخباراتي ادارې ( ای ایس ای) ته نژدې سړی دی، خو اسلام اباد دا تور رد کړی دی.


وال ستریت جورنال ورځپاڼه د افغان چارواکو په وینا وایي، چې طالبانو هغه څوک د خپلو پوځي عملیاتو مشر کړی دی چې روان کال پاکستان له زندانه خوشي کړ.

ورځپاڼې د دوو افغان چارواکو په وینا څرګنده کړې ده، چې ابراهیم صدر د پاکستان استخباراتي ادارې ته نژدې سړی دی.

د طالبانو اکثر مشران د وال ستریت جورنال ورځپاڼې په باور په پاکستان کې دي او امریکایي او افغان چارواکي وایي چې د پاکستان پوځي ادارې له دغو طالبانو سره په لوژیستکي برخه کې مرستې کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې تسنیم اسلم د سې شنبې پر ورځ په اسلام اباد کې د ابراهیم صدر د ټاکنې په اړه یوه سوال ته په ځواب کې وویل چې پاکستان خپلې دې تګلارې ته ادامه ورکوي چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه ونه کړي. تسنیم اسلم زیاته کړه چې پاکستان تر وسه وسه د افغانستان د سولې په بهیر کې مرسته کړې ده.

طالبانو د خپل نوي نظامي مشر اعلان نه دی کړی خو تیره میاشت دوی دا خبره په ډاګه کړه چې د نظامي شورا مشر عبدالقیوم ذاکر استعفی ورکړې ده.

د ورځپاڼې په وینا صدر او یو شمیر نور طالبان څو میاشتې مخکې د افغانستان د حکومت په غوښتنه په پاکستان کې له زندان څخه خوشي شول.

د افغانستان د سولې عالي شورا وایي چې کوم طالبان پاکستان د دوی په غوښتنه د سولې د بهیر د پرمختګ لپاره له زندانونو خوشي کوي هغوی دوی ته نه سپاري.

د وال ستریت جورنال ورځپاڼې په باور د صدر له ټاکلو سره داسې ښکارې چې ملا اختر محمد منصور چې د ملا عمر مرستیال دی پیاوړی شو، ځکه چې ملا منصور د ملا ذاکر مخالف و او د صدر نژدې ملګری دی.

ملا منصور په یو ډول له افغان حکومت سره د سولې په خبرو کې دخیل و او ملا ذاکر د دې خبرو مخالف و.

ورځپاڼه د یوه افغان چارواکي په وینا خبر ورکوي چې ابراهیم صدر وروسته تر دې د طالبانو د پوځي شورا مشر وټاکل شو چې د جګړې په ډګر کې د طالبانو قوماندانانو د ملاعمر د ناسکه ورور عبدالمنان له ټاکلو سره مخالفت وکړ.

یو شمیر لویدیځ چارواکي بیا وایي چې دوی داسې باور کوي چې د طالبانو د پوځي شورا چارې به عبدالمنان او ابراهیم صدر په ګډه مخته یوسي.
XS
SM
MD
LG