د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکیه: د سکرو کان په چاودنه کې۲۰۱ کسان وژل شوي


د ترکیې حکومت وايي، د هېواد په غرب کې د سکرو په یوه کان کې چاودنې او اور لږ تر لږه ۲۰۱ کان کنوکي (یا کیندونکي) وژلي او ډېری ځمکلاندې بند پراته دي.


د تېرې سېشنبې پر ورځ، په سوما سیمه کې د کان چاودنه د برېښنا په څانګه کې وشوه چې له کبله یې برېښنا قطع شوه او لېفټونو کار پرېښود.

مرستندویه کارکوونکو نن سهار ماین ته اکسیجن پمپاوه چې هغه کسان چې په اور کې بند پاتې دي، ژوندي وساتي. په عین وخت کې، د پېښې ښکار شویو کسانو د کورنیو په زرګونه غړي او د هغوی ملګري کان کنونکي د هغه ځای روغتون ته ورغلي دي او د مالوماتو غوښتنه کوي.

د ترکیې د انرژۍ وزیر وايي، د چاودنې پر وخت ۷۸۷ کارکوونکي ځمکلاندې ول. د ترکیې وزیراعظم رجب طیب اردغان البانیا ته خپل نننی سفر منسوخ کړی دی او د پېښې ځای ته ځي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG