د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۳۱۸وسلوال وژل شوي دي

د افغان ملي اردو چارواکي وايي، چې د افغانستان د سویل ختیز زون په پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، میدان ښار او لوګر ولایتونو کې د پیروز په نوم د پیل شویو جګړه ییزو او چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۳۱۸ وسلوال وژل شوي او ۲۲۸ نور ټپیان شوي دي.

په یادو عملیاتو کې ۱۹ مشکوک وسلوال ژوندي نیول شوي او یو شمېر وسلې او واسطې هم د افغان ځواکونو لاسته لوېدلي دي.

د چهارشنبې پر ورځ د تندر قول اردو مطبوعاتي دفتر مشال راډيو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې پیروز په نوم جګړه ییز او چاڼیز عملیات د ثور د لسمې یا د اپریل د دیرشمې نیټې څخه د سویل ختیز زون په شپږو ولایتونو کې پیل شوي او اوس هم روان دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په یادو عملیاتو کې څلور عرادې موټرونه، (۵۲) ارابې موټرسایکلونه او یوه اندازه سپکه او درنه وسله هم افغان ځواکونو لاسته لوېدلې ده.

په خبرپاڼه کې افغان امنیتي ځواکونو ته د اوښتي مالي او ځاني زیان په اړه څه نه دي ویل شوي.
XS
SM
MD
LG