د لاسرسي ځای

په ننګرهار کې د هوايي بمبار له امله څلور تنه وسله وال وژل شوي


د ننګرهار ولایت ویاند احمدضياعبدالزي مشال راډيو ته وويل: نن (چارشنبه) سهار شاوخوا نهه بجې د نازیانو ولسوالۍ په سرحدي څوکو افغان ځانګړو ځواکونو د بهرنیو ځواکونو په مرسته یو شمېر وسله وال په نښه کړي او بیا يې له طیارو څخه په راکټي بریدونو ویشتي دي چې په دغه بمبارۍ کې څلور تنه وسله وال وژل شوي دي.

ياده دې وي چې د ننګرهار نازیانو ولسوالۍ کې د څه مودې راهیسې د طالبانو د امارت او د لشکر اسلام وسله والې ډلې یو بل ته سنګرونه نيولي دي.
XS
SM
MD
LG