د لاسرسي ځای

تازه خبر

په زابل کې چاودنې څوارلس تنه ټپيان کړي دي

د زابل په مرکز قلات ښار کې د پوليسو پر يوه رنجر موټر ماين ورچول شوی دی چې پکې څوارلس تنه ژوبل شوي دي. د ژوبلو شويو کسانو لويه برخه عام وګړي دي. پرون سهار هم د دغه ولايت په مرکز کې د پوليسو پر يوه موټر چاودنه شوې وه.

چاودنه تېر ما ښام په قلات ښار کې د زړې امنيه قومندانۍ مخې ته د پوليسو پر يوه موټر شوې چې پکې شپږ تنه پوليس او اته تنه عام وګړي ژوبل شوي دي.

په ژوبلو شويو کسانو کې د دريو تنو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
د زابل مرستيال مرستيال والي محمد جان رسوليار وايي، وسله والو په يوه زرنج رکشه کې چاودېدونکي مواد ځای پر ځای کړي وو او په ريموټ يې چولي دي.

دی وايي، په پېښه کې درې تنه ټپي شوي کسان چې روغتيايي حالت يې ډېر نازک وو، د کندهار ميرويس روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي.

"په يوه زرنج رکشه کې يې ماينونه ايښي وو او زړې امنيه قومندانۍ ته نږدې يې د پوليسو پر موتر ورچولې ده، چې پکې شپږ تنه پوليس او اته تنه عام وګړي ټپيان کړي دي. په ټپيانو کې ماشومان هم شامل دي."

خو د زابل د ولايتي روغتون ډاکټران بيا وايي، د پېښې له ځای څخه دوی ته اته تنه ټپي پوليس او تنه عام وګړي وروړل شوي دي.

د سېشنبې پر سهار هم د زابل په مرکز کې د پوليس پر يوه موټر چاودنه شوې وه چې پکې يو پوليس وژل شوی او يو بل ژوبل وو.
XS
SM
MD
LG