د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا حکومت د خوندي امنیت زندانونه جوړوي


د خېبر پښتونخوا حکومت وايي، چې په صوبه کې یې د خوندي او ټینګ امنیت زندانونو جوړولو پر پلان کار پیل کړی او په لومړۍ مرحله کې به د مردان زندان ودانۍ جوړېږي.

د خېبر پښتونخوا حکومت وايي، چې په صوبه کې یې د خوندي او ټینګ امنیت زندانونو جوړولو پر پلان کار پیل کړی او په لومړۍ مرحله کې به د مردان زندان ودانۍ جوړېږي.


د پښتونخوا اعلا وزیر د جېل خانه جاتو سلاکار ملک قاسم خان خټک له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، چې د مردان زندان د خطرناکو قیدیانو ساتلو لپاره یو له جدیدو زندانونو څخه دی.

« د مردان جېل په اخېري مرحله کې دی چې یو له جدیدو هغو به وي، ډېر زر به دې ته نور بندیان ولېږدول شي، پر دې په تېزۍ سره کار روان دی او هڅه کوو چې د جون تر ۳۰مې نېټې یې د تعمیراتي چارې بشپړې شي. زموږ په ټولو جېلونو کې د بندیانو شمېره تر ګنجایش سېوا شوې ده. د مثال په توګه د پېښور په جېل کې د ۴۵۰بندیانو ګنجایش دی او په دې د بندیانو شمېره ۱۶۰۰ ته رسېدلې ده»

د پښتونخوا په بنو او ډېره اسماعېل خان د وسله والو لخوا د زندانونو ماتولو وروسته په صوبه کې د جېلونو امنیت او خهوندیتوب ته زښته ډېر پام اړول شوی دی.

ملک قاسم خان خټک زیاته کړه چې د امنیتي اندېښنو له وجې د پېښور له مرکزي زندانه ځینې نور قیدیان د صوبې نورو جیلونو ته منتقل کړل شوي دي

«دا ریښتیا خبره ده چې له پېښور زندانه مو قیدیان د صوبې نورو جېلونو ته منتقل کړي دي. خو زه د کره شمېرې په اړه څه نه شم ویلای، او دا خبره هم سمه ده چې ټولو جېلونو ته خطرونه راڅېرمه دي. موږ د جېلونو ساتنې لپاره مناسب انتظام کړی دی او که هر کله یو ناوړه پېښه رامنځ ته کېږي نو موږ به یې مقابله کوو»

د جېلخانه جاتو صوبايي سلاکار ملک قاسم خان خټک وویل چې د پېښور په مرکزي زندان کې د ډاکټر شکیل اپرېدي غوندې مهم کس بندي دی او ځینې داسې وسلوال هم ورسره بندیان دې چې د ساتنې ذمه واري یې د وفاقي حکومت ده او دوی په بیا بیا مرکزي حکومت ته غږ کړی چې بندیان دې په خپل تحویل کې واخلي، خو مرکزي حکومت د پښتونخوا د جیلونو امنیتي ستونزو ته پاملرنه نه کوي.

«موږ په بیا بیا له مرکزي حکومته غوښتي چې دا[ډاکټر شکیل اپرېدی] د وفاقي حکومت قیدي دی او وفاق دې خپل قیدي واخلي خو تر دې دمه یې هېڅ ځواب نه دی راکړی، ډېر داسې قیدیان دی چې هغه د وفاق دي. او موږ پرې خرڅې کوو او په دغه لړ کې وفاقي حکومت له موږ سره خبرو کولو ته هم تیار نه دی، خو اوس به د مشترکه مفاداتو د کونسل په غونډه کې د پښتونخوا وزیر اعلا دا خبره راپورته کوي»

د یادونې وړ ده چې په تېرو کلونو کې په بنو او ډېره اسماعیل خان کی د جېلونو ماتولو له پېښو وروسته په خیبر پښتونخوا کې د جېلونو امنیت ټینګ کړل شوی دی.

په پیښور، مردان، بنو، ډېره اسماعیل خان، کوهاټ، کرک او تیمرګره کې د جدید جېلونو په جوړولو کار پیل کړل شوی دی او په لومړي پړاو کې به د مردان جېل تعمیراتي کار سرته ورسي.
XS
SM
MD
LG