د لاسرسي ځای

'له پاکستانه هر کال پنځه زره هندوان په وتو دي'


Pakistan -- A Hindu devotee,with his face painted from its sacred mud, prays at the crater of the Chandargup mud volcano during a pilgrimage to the Shri Hinglaj Mata Temple in Pakistan's Balochistan province, 24Apr2011

Pakistan -- A Hindu devotee,with his face painted from its sacred mud, prays at the crater of the Chandargup mud volcano during a pilgrimage to the Shri Hinglaj Mata Temple in Pakistan's Balochistan province, 24Apr2011

په کراچۍ کې خبريال او څيړونکی اختر بلوڅ مشال راډيو ته وايي، چې په سیند کې په تيره څه موده کې د مدرسو په شمېر کې زياتولای راغلی دی چې داسې مخصوص سوچ راپيدا کوي چې په نتيجه کې يې د هندوانو پر ضد تاوتريخوالی زيات شوی دی.

د هندوانو حقونو لپاره فعاله تنظيم پاکستان کریسچن کونسل مشر او له سیند صوبې د واکمن مسلم ليګ ن د قامي اسمبلۍ غړی ډاکټر رمېش کمار وايي، په سیند صوبه کې د هندوانو ژوند ورځ تر بلې له ستونزو سره مخامخېږي.
په سیند کې داسې يوه طبقه را پیدا کېږي چې د مذهبي انتهاپسندی پر لور روانه ده. په نواب شاه، پنو عاقل، شکار پور، سکر او نورو سيمو کې لويې لويې مدرسې جوړې شوې دي او لا روانې دي جوړېږي. له دغو مدرسو فارغه شوي يو مخصوص ذهنیت لري،هغوی د خپل سوچ بغير ان يو بل مسلمان لا سم نه ګڼي او هندو خو لا ډیره ليرې خبره ده
نوموړي مشال ريډيو ته وويل چې په پاکستان کې شاوخوا اتيا لکه هندوان ژوند کوي چې تر اويا لکو زيات یې په سنده صوبه کې مېشت دي.

د ده په وينا هم دا وجه ده چې هندوان د نورو صوبو په مقابله په سیند کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

«د دوی عبادت خانې خوندي نه دي، ن د دوی لوڼه محفوظه نه دي، د دوی مذهبي کتابونه په سکولونو کې نه ورښودل کېږي. دا شان هندوانان په زوره خپل مذهب بدلولو ته مجبوره کيږي. په اسمبلۍ کې چې کومې شمېرې وړاندې شوې دي، د هغوی له مخې په تېرو څلورو پنځو کلونو کې شاوخوا له اتلس څخه واخلې تر شلو زره پورې هندوان له پاکستانه وتلي دي او بيا بيرته نه دي راغلي.»

خو د هندو پنچاييت د کراچۍ مشر او د پاکستان لپاره د بشري حقونو کمیشن پخوانی مرستيال مشر امرنات موټو مل بيا مشال ريډيو ته وويل چې د دوی تر ټولو لويه او جدي ستونزه په هندو نجونو په زوره د مذهب بدلولو ده.

«زموږ لپاره تر ټوله لويه ستونزه د مذهب بدلولو ده. يوه نجلې په پلمه يا بيا په هڅولو سره له کوره را وايستل شي. دا نجلۍ بيا بيرته زموږ لاس ته نه راځي. چې کله موږ عدالت ته ولاړ شو نو بيا مالومه شي چې نجلۍ له يوه مذهبي عالم سره ده او وار له مخه مسلمانه کړل شوې ده. که بالغه وي نو بيا عدالت ته وړاندې کړل شي. کله چې يوه بالغه نجلۍ په عدالت کې د پنځوس کسانو په ګيره کې وي او هغې ته دا دهمکۍ ورکول شوې وې چې موږ به نه يوازي تاسو بلکه ستاسو ټوله کورنۍ و وژنو نو که ژوند غواړې نو عدالت ته ووايو چې هو ما په خپله خوښه مذهب بدل کړی دی. موږ وايو که تاسو موږ پاکستانيان منۍ نو بيا مو د خبرو له لاري جاييداد قبضه کړی، د خبرو لارې مو و وژنۍ خو په داسې طريقه نه چې و مو تښتوی او بيا هوايي ډزې کوی او جشن لمانځی چې ګورئ يو کافر مو مسلمان کړی دا خبره زموږ لپاره ډيره دړدوونکې ده.»

امر نات موتو مل زياتوي چې دوی حکومتي چارواکو ته په بیا بیا ورغلې خو د هغوی له لوري يوازې ډاډ ورکول کېږي او په عمل کې هېڅ نه وي. دی وايي په پاکستان کې مذهبي سختدريځه دومره پياوړي دي چې د حکومت وس پرې نه رسيږي.

«دا د مذهبي سخت دريځو يوه ډله ده چې دا ډول کارونه کوي. زه په ډاګه درته وايم چې په پاکستان کې دوه ډوله حکومتونه دي. يو ښکاره او بل پټ. ښکاره حکومت تاسو د نواز شريف يادولای شئ خو پټ حکومت د مذهبي سخت دريځو دی. حکومت بس له موږ سره تشې وعدې کوي او وايي موږ به يې وګورو، تاسو فکر مه کوی، تاسو زموږ خپل پاکستانيان ياست خو په اصل کې هېڅ هم نشي کولای، د دوی هېڅ حکومتداري نشته.»


که څه هم په سیند کې زياتره تور په مذهبي سختدريځه ډلو او مدرسو لګېږي چې د هندوانو په مسلمانولو کې له زوره کار اخلي. دوی په دې کې د کراچۍ بنوريه ټاون مدرسې نوم هم اخلي خو د دې مدرسې وياند جاويد الرحمن له مشال ريډيو سره په خبرو کې دا تورونه رد کړل.

د ده په وينا دا تور سل په سله نا سم دی. هغه تور ولګولی چې د هندوانو او عيسايانو تنظيمونه له غربي هيوادونو څخه د مالي ګټو ترلاسه کولو لپاره داسې خبرې کوي.

په کراچۍ کې خبريال او څيړونکی اختر بلوڅ مشال راډيو ته وايي، چې په سیند کې په تيره څه موده کې د مدرسو په شمېر کې زياتولای راغلی دی چې داسې مخصوص سوچ راپيدا کوي چې په نتيجه کې يې د هندوانو پر ضد تاوتريخوالی زيات شوی دی.

«په سیند کې کله هم داسې رجحان نه دی پاته شوی. بې له شکه په سیند کې داسې يوه طبقه را پیدا کېږي چې د مذهبي انتهاپسندی پر لور روانه ده. له نواب شاه ښاره که تاسو سفر شروع کړی نو پنو عاقل، شکار پور، سکر او نورو سيمو کې لويې لويې مدرسې جوړې شوې دي او لا روانې دي جوړېږي. کوم خلک چې له دغو مدرسو رافارغېږي نو د هغو يو مخصوص تربيت شوی وي نو هغه د خپل سوچ بغير ان يو بل مسلمان لا سم نه ګڼي او هندو خو لا ډیره ليرې خبره ده.»

د پاکستان کرسچن کونسل مشر او د قامي اسمبلۍ غړی ډاکټر رميش وايي، په زوره د هندوانو مسلمانولو د مخنیوي لپاره يې يوه قانوني مسوده جوړه کړې چې پکې ليکل شوي چې تر يوويشت کلونو کم عمره سړی او تر اتلس کلونو کم عمره نجلۍ د واده کولو يا مذهب بدلولو اجازه نلري. په دې مسوده کې دا هم شته چې واده شوې ښځه تر هغو مذهب نشي بدلولای چې تر څو يې طلاق نه وي اخستی. خو د ده په خبره دا مسوده لا هم پارليمان ته نه ده وړاندې شوې.
XS
SM
MD
LG