د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هند نوی حکومت به له افغانستان سره ښو اړیکو ته دوام ورکړي


د دوشنبې پر ورځ د هندوستان په انتخاباتو کې د رايو اچولو آخري ورځ وه. د هندوستان د انتخاباتو د خپلواک کميسيون په وينا دې ټاکنو کې په نهه مرحلو کې اته سوه ميليونه خلکو د رايې ورکولو قانوني حق درلود.

ملالۍ بشیر
د دوشنبې پر ورځ د هندوستان په انتخاباتو کې د رايو اچولو آخري ورځ وه. د هندوستان د انتخاباتو د خپلواک کميسيون په وينا دې ټاکنو کې په نهه مرحلو کې اته سوه ميليونه خلکو د رايې ورکولو قانوني حق درلود.

ويل کيږي چې دا ځل به د هندو ملت پاله ګوند بهارتيه جنتا پارټي يا بي، جی، پي ګوند بريالی شي او د کانګرس پر ځای به حکومت جوړ کړي.

د هندوستان د عمومي انتخاباتو شميرل شوي رايې به د مئ په ۱۶ چې د جمعې ورځ ده، اعلانيږي. لومړنۍ سروې ګانې څرګندوي چې ممکن دا وار د بهارتيه جنتا پارټي يا BJP ګوند خپل سيال اوسني حاکم کانګرس ګوند ته په ماتې ورکولو سره حکومت جوړ کړي.

په کابل کې د هندوستان د سفارت د ويب سایټ له مخې، هندوستان دا مهال په افغانستان کې د خوا او شا دوه مليارده ډالرو په مالي مرسته د بيارغونې کارونه پر مخ بيايي.

د بهارتيه جنتا ګوند وياندې نيرملا سيتهارامن مشال راديو ته وويل که د دوی ګوند په انتخاباتو کې کامياب شي نو له افغانستان سره به خپلو ښو روابطو او مرستو ته دوام ورکړي.

((په دې کې هيڅ شک نشته چې د افغانستان او هندوستان روابط تاريخي حيثيت لري او دا روابط (د هندوستان لپاره) د قدر وړ دي. موږ هر وخت د افغانستان له خلکو سره د کارکولو علاقه درلودلې ده. د يو او بل د ټولنيز اقتصاد د ښه والي لپاره مرسته کولو او په داسې نورو برخو کې موږ خبرو ته تيار يو. موږ په ځانګړې توګه د افغانستان لپاره ښه نيت لرو او غواړو له دوی سره کار وکړو.))

نيرملا له مشال راډيو سره په خبرو کې زياته کړه چې که د دوی ګوند په ټاکنو کې بريالی شي، هندوستان به د افغانستان په هکله د بهارتيه جنتا ګوند له خوا د هندوستان پخواني صدراعظم اټل بهاري واجپايي پاليسۍ پر مخ وړي څو د همکارۍ له لاري په سيمه کې امنيت ټينګ شي.


د بي جي پي په اړه ويل کيږي چې هندو ملتپاله ګوند دی او مشرانو يې تل د پاکستان په وړاندې سخت دريځ درلودلې دی. د دې ګوند د احتمالي کاميابۍ سره به د هندوستان او افغانستان په اړيکو څه اثر وشي؟

په نوي ډهلي کې د نړيوالو ستراتيژيکي او امنيتي مطالعاتو د مرکز يوه څيړونکې اديتيه ملهوترا وايي:

((پاکستان د هندوستان او روسيې تر منځ پر هغه موافقه ليک چې له مخې يې هندوستان د هغو وسلو پيسې روسيې ته ورکوي چې روسيه به يې افغانستان ته ورکوي، خواشينی دی. خو هندوستان به د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته هم د سيمې د پرمختګ لپاره له افغانستان سره همکاري ته دوام ورکړي.))

په دې وروستيوو کې پاکستاني چارواکو په افغانستان کې د هندوستان په زياتيدونکي نفوذ انديښنه ښودلي وه. خو په دې حال کې افغان چارواکو د طالب وسله واالو سره د روغې جوړې لپاره د پاکستان رول مهم بولي. نو آيا په هندوستان کې د بي جی پي احتمالي حکومت سره د افغانستان پراخه روابط به د کابل او اسلام اباد په اړيکو څه اغيز ولري؟

د افغان پارلميان غړې، شکريه بارکزۍ په دې اړه وايي:

((نسبتاً تر پخوا اوسني افغانستان ډېر فرق کړی دی. زما هيله دا ده چې د افغانستان همسايه ګان د دې تغيراتو چې په افغان نسل کې د تعليم له وجې ، د افغانستان او نورو هيوادونو ترمنځ د ښو اړيکو له وجې راغلی دي، ته احترام وکړي او د افغانستان د خلکو واکمني ومني.))

دې زياته کړه چې که چيرې افغانستان د خپلو ګاونډي هیوادونو په خوښه له نورو هيوادونو سره دوستي يا دښمني کوي، دا په دې مانا ده چې افغانستان خپل حاکميت نه لري.

د يادونې وړ ده چې افغانستان او هندوستان د ستراتيژيکو اړيکو يو تړون هم لاسليک کړی چې تر مخه يې د دواړو هيوادونو ترمنځ په تجارت، تعليم، امنيت او نورو برخو کې همکاري يقيني شوي.
XS
SM
MD
LG