د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: وسله وال بريد کې ۳ بريد ګر او ۴ دولتي کسان وژل شو


په جلال اباد کې افغان امنیتي ځواکونو هغه وسله وال ووژل چې د عدلیې په ریاست یې برید کړی و
په جلال اباد کې افغان امنیتي ځواکونو هغه وسله وال ووژل چې د عدلیې په ریاست یې برید کړی و
د ګل ( دوشنبې ) په سهار شاو خوا نهه نيمې بجې چې په جلال اباد ښار کې د عدليې رياست ودانۍ ته بريدګر ننوتي ول، د څه کم څلورو ساعتونو نښتې وروسته د درې تنو وسله والو بريدګرو په شمول په کې ۷ تنه وژل شوي او ۲ تنه په کې ژوبل شوي دي.

دغه بريد چې د جلال اباد ښار په روښان مينه کې د عدليې په رياست وشو، وسله وال طالبان د امنيتي ځواکونو سره په نښته واوښتل چې څه کم څلور ساعته يې دوام وکړ.

د ننګرهار امنيه قوماندان جنرال فضل احمد شيرزاد د پيښې په ځای کې خبريالانو ته وويل چې په دغه بريد کې درې تنه بريدګر، دوه تنه پوليس او دوه تنه د عدليې رياست کارکوونکي وژل شوي دي. نوموړی زیاتوي:

« دې رياست يوازې دوه محافظین درلودل، د دروازې په خوله کې بريدګرو پر هغوی بريد کړی و، هغوی يې په شهادت رسولي وو. بریدګرو وروسته د تعمير دويم چت ته ځان رسولی و چې په نتیجه کې يې درې تنه بريدګر وژل شوي دي، له هغو څخه دوه ميله کلاشينکوف، يو ميل پيکار راکټ او په لسګونو لاسي بمونه په لاس راغلي دي، متاسفانه چې زموږ د عدليې رياست دوه تنه کارکوونکي په شهادت رسيدلي او دوه تنه يې ټپیان دي.»

د عدليې رياست يو تن کارکوونکی چې په رياست کې بند پاتې و، مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:

« کله چې مې په کړکۍ کې وکتل ، يو نفر سره کلاشینکوف و، په دوازه يې ډزې کولې او منډې يې راوهلې، زموږ کسان چې داليز ته راووتل، موږ سره څه شی نه و. ما ورته وويل چې پاس منزل ته وخيژي او بيا مې ورته وويل چې ډيګۍ ته ننوزي. هغوي مې ډيګۍ کې ايسار کړل او دروازه مې ورپسې بنده کړه، بيا مې د جنايي معاون شفیق الله خان ته زنګ ووهلو او ورته مې وويل چې موږ لس اته نفره د اوبو په ډيګۍ کې پټ شوي يو، په ډيګۍ ډزې مه کوئ.»


د عدليې رياست ودانۍ د روښان مينې په داسې ځای کې موقعيت لري چې شاو خوا يې په سلګونو کورونو کې خلک ميشت دي، د ګل محمد په نوم يو تن چې کور يې د عدليې رياست ودانۍ سره په لس ميټرۍ کې موقعيت لري، مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:

« ماشومان مې ټول په تشنابونو کې بند کړي وو او زه ورته خپله ولاړ ومه چې بهر را ونه وځي، يو لمسۍ مې ويریدلي دی، اوس هم بې حاله دی. یانې مرمۍ نه معلوميدې، له هرې خوا نه به راتلې او دا غټي ډزې به چې وشوې نو په زانګو کې چې واړه ماشومان وو، هغوی به هم خيزونه وهل.»

بلخوا د وسله والو طالبانو وياند ذبيخ الله مجاهد رسنيو ته په يوه ټيلفونې پيغام کې د يادې پيښې پړه منلې او ويلي دي چې په ياد بريد کې پوليسو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د يادولو ده چې هم نن سهار اته نيمې بجې د جلال اباد ښار د انګورباغ په سيمه کې د پوليسو په رنجر موټر بمي چاودنه رامنځته شوې وه چې يو تن پوليس په کې ټپي شوی و.
XS
SM
MD
LG