د لاسرسي ځای

د هند ټولټاکنو وروستی پړاو، د بنارس څوکۍ تر ټولو مهمه


د دوشنبې (ګل) د ورځې له سهاره د ۴۱ څوکیو لپاره د رایې ورکولو عمل پیل شو. په دې کې د اترپردېش ۱۸، غربي بنګال ۱۷ او د بهار شپږ څوکۍ شاملې دي.


د دوشنبې (ګل) د ورځې له سهاره د ۴۱ څوکیو لپاره د رایې ورکولو عمل پیل شو. په دې کې د اترپردېش ۱۸، غربي بنګال ۱۷ او د بهار شپږ څوکۍ شاملې دي.


په غربي بنګال کې د رایې ورکولو پر وخت د تاوتریخوالي پېښې شوې دي چې پکې یو شمېر کسان ژوبل شوي دي.

د هندوانو په تر ټولو سپېڅلي ښار بنارس کې د یوې مهمې څوکۍ لپاره د بارتیا جنتا ګوند نرېندر مودي، د کانګرس اجې رایې او د عام ادمي ګوند مشر اروند کېجرېوال یو بل ته مخامخ دي. نریندر مودي د وزیراعظمۍ څوکۍ لپاره د بارتیا جنتا ګوند نوماند دی.

د سماج وادي ګوند مشر ملایم سېنګ یادو د اعظم ګړ له څوکۍ انتخاباتو ته ولاړ دی.

په انتخاباتو کې د رایې اچولو عمل د پېښور له وخت سره سم سهار شپږ نیمې بجې پیل شو چې د مازیګر په پینځه نیمو بجو پای ته رسي. له دې سره به د هندي انتخاباتو نهه پړاوه پای ته ورسي او بیا به د مې پر ۱۶مه ټولې رایې وشمارل شي او نتیجې به هم اعلان شي.

دا انتخابات د اپرېل له اوومې نېټې پیل شوي ول او په دې ډول له یوې میاشتې زیات وخت یې واخیست. شاوخوا ۸۱۴ میلیونه هندیان په دې انتخاباتو کې د رایې ورکولو وړ ول.

په انتخاباتو کې د واکمن ګوند کانګرس تر ټولو لوی سیال بارتیا جنتا ګوند دی او نظر پوښتنې ښيي چې په ټول انتخاباتي بهیر کې د بارتیا جنتا ګوند نرېندر مودي مخکې دی.

هلته په بنارس کې په لسیزو کې لومړی ځل دی چې انتخاباتي هلې ځلې زیاتې دي. او د دې لامل دا دی چې د عام ادمي ګوند اروند کېجرېوال په سلګونه کیمپېن کوونکي هر کور ته ځي او د هغه لپاره رایې غواړي.

د بنارس دا څوکۍ ډېره زیاته مهمه ځکه ده چې که نرېندر مودي دا څوکۍ وبایلي نو ښايي وزیراعظم جوړېدل یې ممکن نشي. پر همدې څوکۍ نور ۴۱ کاندیدان هم یو بل ته مخامخ دي.
په بنارس کې زیاتره خلک د نرېندر مودي پلویان ښکاري. دا هغه ځای دی چې ګنګا سیند تر تېرېږي چې د هندوانو لپاره مذهبي سپېڅلتیا لري. په بنارس کې د لاسي صنایعو او د ورېښمو د ساړیانو کاروبار زیات مهم او پراخه دی.

په هندي انتخاباتو کې زیاتره ګوندونه په هغه هېواد کې اوسېدونکو ته د کاري موقعو برابرولو وعدې ورکوي او وايي، دوی به هېواد د اقتصادي پراخې ودې پر لار روان کړي. ښايي همدا لامل دی چې دا ځل په زیاتره سیمو کې ډېرو خلکو د رایې ورکونې په عمل کې برخه اخیستې ده.
XS
SM
MD
LG