د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په بیلا بیلو برخو کې د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې شوي


فایل فوټو
فایل فوټو
د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د یکشنبې په ورځ غرمه مهال په موټربم چاودنه کې درې تنه وژل شوي او اتلس ژوبل دي.

د کندهارد والي ویاند دواخان مینه پال مشال راډیوته وویل چې دا چاودنه د بهرنیوځواکونو پر کاروان شوې.ده وویل، وژل شوي ټول ملکي وګړي دي اوپه ټپیانوکې درې د ملي اردو سرتیري اوپنځلس ملکي کسان شامل دي.

مینه پال وایی چې له چاودیدونکوموادو ډک موټرد منډیصارد روغتیایی کلنیک مخې ته درول شوی و اوپه چاودنه کې دې کلینیک ته هم ډیرزیان اوښتی دی.

بهرنیوځواکونو په دې پیښه کې د خپلو تلفاتوپه اړه څه نه دي ویلي.

: بل پلو د افغانستان دفاع وزارت وایی چې د غزني په ګیلان ولسوالۍ کې په عملیاتوکې نږدې اتیا تنه وسله وال مخالفان وژل شوي اویوشمیرټپیان دي.

د دې وزارت لخوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دا عملیات د ملي اردو او ملي امینت د ځواکونو لخوا په تیرو څلور ویشتو ساعتونوکې ترسره شوي.

اعلامیه وایی چې په وژل شویو اوټپیانوکې شپږ ویشت تنه بهرني وسله وال مخالفان هم شامل دي.په یوبل خبرکې د کندزد امنیې قومندانۍ ویاند سید سرورحسیني وایی چې په دشت ارچي ولسوالۍ کې تیره شپه لس تنه وسله وال طالبان وژل شوي.

طالبانود لوګراوکندزد پیښوپه اړه څه نه دي ویلي خو په یوه خپره کړې اعلامیه کې یې ادعا کړې چې د غزني په ګیلان ولسوالۍ کې یې افغان ځواکونوته ډیرتلفات ور اړولي دي.


په همدې حال کې په کنړکې امنیتی مسوولان وایی چې په تیرو څلورویشتوساعتونوکې د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې شپږدیرش توغندي توغول شوي.

دوی وایی چې دا توغندي د کنړپردانګام اوشیګل ولسوالیو لیګیدلي دي.

د کنړامنیه قومندان عبدالحبیب سید خیل مشال راډیوته وویل چې دې توغندیوچاته تلفات نه دي اړولي.

له تیرو څوکلونوراهیسې ځینې وخت د افغانستان پرخیتځو برخو د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې توغندي ویشتل کیږي چې تلفات یې هم اړولي دي.
XS
SM
MD
LG