د لاسرسي ځای

تازه خبر

خواجه سعد رفیق : د ځینو ګوندونو مظاهرې ځوانان بې لارې کوي


فایل فوټو
فایل فوټو
د پاکستان د واکمن ګوند مسلم ليګ ( ن ) يو مشر وايي په هيواد کې د نن ( اتوار ) ورځې د مظاهرو مقصد د ملک مسئلې حل کول نه دي او ځینې سياسي ګوندونه ځوانان بې لارې کول غواړي.

د اتوار په ورځ د پاکستان د ريلوی وفاقي وزير خواجه سعد رفيق دا خبرې وروسته له هغې له پاکستاني رسنیو سره کړيدي چې هم په دې ورځ د تحريک انصاف ، پاکستان عوامي تحريک او جماعت اسلامي ، لخوا د ملک په مختلفو برخو کې د احتجاجي مظاهرو اعلان شوی دی.

تحريک انصاف په پاکستان کې يو کال وړاندې په شویو انتخاباتو کې د مبينه درغليو پر ضد په اسلام اباد ډي چوک کې احتجاجي مظاهرې وکړې. د دی ګوند مشر عمران خان دړکه کړې چې که د پارليمان مخې ته د مظاهرينو مخه ونيول شوه نو حکومت به پخپله د جمهوريت له پټلۍ نه د غورځولو پر لور بوځي.

بلخوا د پاکستان عوامي تحريک مشر طاهرالقادري په لاهور کې د موجوده حکومتي نظام پرضد ريلي ویستلې. ،همداراز جماعت اسلامي که څه هم د عمران خان د حمايت اعلان نه دی کړی خو د دې ګوند نوی مشر سرج الحق د اتوار په ورځ لاهور ته رسيږي او هلته به د ده په استقبال کې جلسه کيږي.
XS
SM
MD
LG