د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جنوبي سوډان حکومت او یاغیان پر اوربند سلا شو


د جنوبي سودان ولسمشر او د دې هیواد د یاغیانو مشر پر اوربند سره سلا شوي دي.

د جنوبي سودان ولسمشر سلوا کیېر او د یاغیانو قومندان ریک ماچر پرون په ایتوپیا کې خبرې وکړې او دغه موافقه یې وکړه.

د تیرکال د دسمبر په میاشت کې په جنوبي سودان کې جګړې پیل شوې او له هغه راوروسته دا لومړی ځل دی چې د دواړو خواوو تر منځ خبرې کیږي.

پر دغو دواړو مشرانو د نړیوالې ټولنې فشارونه وو چې د قومي جګړو مخه ونیول شي. د جنوبي سودان دغو مشرانو همداراز دا ومنله چې یو انتقالي حکومت کولی شي چې راتلونکي کال انتخاباتو ته لاره هواره کړي.

خو د خبرو پر مهال دا څرګنده نه شوه چې کومې ډلې به په دې انتقالي حکومت کې وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG