د لاسرسي ځای

تازه خبر

په عراق کې توغندي یوولس تنه وژلي دي


د عراق صحت چارواکي وايي چې په فلوجه ښار کې نن د مارټر ګولې د راپريوتو په پيښه کې يولس کسان وژل شوي دي.

فلوجه ښار له دسمبر مياشت راهيسي د حکومت ضد جنګيالو په قبضه کې دی. د فلوجه مرکزي روغتون ډاکټر احمد شامی اي ايف پي خبري اژانس ته ويلي چې په بمبارۍ کې شل کسان ژوبل شوي هم دي.

دا مرګ ژوبله په داسي حال کې رامنځ ته شوې ده چې يوه ورځ مخکې د فلوجې ښار کنټرول ترلاسه کولو لپاره پراخ پوځي عمليات پيل شو.

د عراق د دفاع وزارت ترمخه حکومتي ځواکونو يو شمير اورپکې چې له القاعده شبکي سره يې تړاو درلودو وژلي، او درنې وسلي يې هم ترلاسه کړي دي.

د رپورټونو ترمخه په عملياتو کې کورونو او جوماتونو ته هم زيان رسېدلی دی. په فلوجه ښار کې د کال له پيله تر درو سوو زيات کسان وژل شوي دي. د دوی زياتره برخه ولسي وګړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG