د لاسرسي ځای

تازه خبر

په اوکراین کې تاوتریخوالی دوام لري


د اوکراين په مشرقې ښار مارېوپول کې نن هم تاوتريخوالې دوام لري.

دا په داسي حال کې ده يوه ورځ مخکې د امنيتي ځواکونو او روس پلوه ياغيانو ترمنيځ خونړې نښتي شوی وي.

په سيمه کې موجود خبريالان وايي په ښار کې نښتي لا هم روانې دي. د رپورټونو ترمخه د ماريوپول ښار پوليسو مشر وايرې اندروسڅک نامالومه کسانو د وهلو وروسته اغوا کړي.

د اوکراين ځواکونو پرون په دغه ښار کې د روس پلوه ياغيانو چې يو مقامي پوليس سټشن يې په قبضه کې اخستي، پر ضد کاروايي کړي. د اوکراين د کورونو چارو وزير آرسين ايواکوف وايي چې په نښتو کې يو پوليسواله او شل اورپکې وژل شوی دي.

د ده په وينا په نښته کې څلور پوليسواله ژوبل شوی او څلور ياغيان يې نيولې دي. د ماريوپول چارواکو نن په سيمه کې د ماتم يا وير اعلان کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG