د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې کرفیو مشکلات جوړ کړي


په شمالي وزيرستان کې د کرفيو له کبله د يوولسم او دولسم زده کونکو خپلې پرچې نه دي ورکړې.

د شمالي وزيرستان اوسېدونکي وايي چې د ميرانشا پر غلام خان سړک تر شوې بمي چاودنه وروسته له تيرو درو ورځو راهيسې چارواکو په سيمه کې پر ګرځېدو بندیز یا کرفيو لګولې ده.

د سيمې يو زده کونکي شاهد وزير نن مشال راډیو ته وویل چې خلک او په خاصه توګه ناروغان هم له سختو ستونزو سره مخامخ دي.

ځايي اوسېدونکو دا هم ويلي دي چې د کرفيو له وجې د سامانونو ډک ګاړي پر سړکونو ولاړ دي.

بلخوا د قبايلي سيمې انتظامې ويلي چې په سيمه کې به تر نامالومه وخت پوري کرفيو وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG