د لاسرسي ځای

په سیند کې زلزلې دوه تنه وژلي


نن سهار د پاکستان سېند په نوابشا کې په زلزله کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي دي.

د نوابشا ضلعې مرستیال انتظامي مشر علیم لاشاري مشال راډیو ته وویل، په زلزله کې تر ۵۰ زیات کسان ژوبل شوي دي او لسګونه کورونو ته تاوان رسېدلی دی.

چارواکو تر زلزلې وروسته په نوابشا ضلعې کې بیړنی حالت اعلان کړی دی. د رېښتر پر درجې د دې زلزلې زور ۴،۳ وو.
XS
SM
MD
LG