د لاسرسي ځای

په کورمه کې بارانونو دوې نجونې وژلې دي


په کورمه کې د بارانونو له کبله د یوه کور چت پرېوتو په پېښه کې دوه نجونه وژل شوې دي.

چارواکو نن مشال راډيو ته وویل، پېښه بېګا په پیر قیوم سیمه کې شوې ده چې پکې دوه نجونه ژوبلې هم دي.

په وژل شویو کې یوه ماشومه څلور کلنه او بله هغه شپږ کلنه ده. د ژوبلو شویو روغتیايي حالت ښه دی.
XS
SM
MD
LG