د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراني مشران بحران په خبرو هوارول غواړي


اوکراینيو مشرانو د هېواد بحران هواري لپاره د ((ګردي مېز)) جوړولو وړاندیز کړی دی.

دا اعلان بېګا وزیراعظم ارسینې یاڅینیوک او لنډمهالي ولسمشر اولېکساندر تورشینوف وکړ.

دواړو مشرانو وویل، ګردي مېز ته به د ټولو سیمو سیاسي قوتونه او ولسي ډلې ورغواړي. دوی په دې لړ کې له نړیوالو منځګړو د مرستې غوښتنه وکړه. شنونکي وايي، په اوکرایني پلان کې د سولې د هغې ((تګلارې)) ډېری برخې شاملې دي چې تېره ورځ د اروپا امنیت او همکارۍ سازمان سوېس مشر په کیف کې وړاندې کړه.

تر دې مخکې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سېرګې لاوروف او د ده امریکايي سیال جان کیري له یو بل سره د اوکراین بحران هواري لپاره پر ګډو هڅو خبرې وکړې.

دا وړاندیز تر هغې وروسته شوی دی چې د اوکراین د ختیځ په دونېڅک او لوهانسک کې روسي پلوه بیلتونپالو مشرانو وویل، دوی به د روسي ولسمشر ولادمیر پوټین له خوا د ریفرنډمونو ځنډولو پر غږ سربېره، د یکشنبې پر ورځ د خپلواکۍ ټولپوښتنې کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG