د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بدخشان له ناورین ځپلو سره د خوستیانو مرسته


په خوست کې یو شمېر دیني عالمانو او د مدني ټولنې غړو له ټولو افغانانو، اسلامي هېوادونو او نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه، چې د بدخشان ولایت د ارګو ولسوالۍ د پيښې له ناوري ځپلو کورنیو سره دې مرستې وکړي.

د خوست ولایت یو شمېر دیني عالمانو او د مدني ټولنې غړو له ټولو افغانانو، اسلامي هېوادونو او نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه، چې د بدخشان ولایت د ارګو ولسوالۍ د پيښې له ناوري ځپلو کورنیو سره دې د سر پناه له پاره د نویو کورونو د جوړولو په برخه کې او همدارنګه دوی له پاره د ژوندانه د ضروري توکو په برابرولو کې مرستې وکړي.


دوی دا غوښتنه د پنجشنبې پر ورځ د ارګو ولسوالۍ د پيښې د قربانیانو د فاتحې په هغه مراسمو کې وکړه، چې د خوست په لوی جومات کې جوړ شوي ول.

د خوست ولایت دیني عالمانو او مدني فعالانو پر ټولو افغانانو، اسلامي هېوادونو او نړیوالې ټولنې غږ وکړ، چې د بدخشان ولایت د ارګو ولسوالۍ د پيښې له ناوري ځپلو دې نقدي او د اړیتا وړ توکو په برخو کې مرستې وکړي.

دوی ویل، د بدخشان د پيښې زیانمنو شویو کورنیو ته باید د سرپناه له پاره کورونه جوړ شي، تر څو له یوې خوا په راتلونکې کې د دا ډول احتمالي ناورینونو مخه ونیول شي او بل لوري ته زیانمن شوي خلک د اینده ژوندانه له پاره د څه نا څه امکاناتو څخه برخمن شي.

د خوست اوسیدونکو د پنجشنبې په ورځ د ښار په لوی جومات کې د اورګو ولسوالۍ د ناورین ځپلو فاتحه وکړه او هم یې د یادې پيښې له ناورین ځپلو سره خپله همدردي په ډاګه کړه.

دوی ویل، د ارګو ولسوالۍ پيښه او درد دوی له پاره داسې دی، لکه د دې ولایت په یو کلي کې چې دا مصیبت پيښ شوی وي.

د خوست د مجاهدینو د شورا مشر مولوي سردار ځدراڼ د ارګو د مصیبت ځپلو سره مرسته د ټولو خلکو دیني او بشري وجیبه وبلله:

((د بدخشان ولایت د ارګو ولسوالۍ پېښه د ټول عالم اسلام د مسلمانانو له پاره یوه غمیزه او بده پېښه وه، زه په ټولو مسلمانانو باندې، د نړۍ په مسلمانانو باندې په اسلامي ملکونو باندې غږ کوم، چې د اسلامي خواخوږۍ او اسلامي ورورولۍ له مخې نه چې دا د هر مسلمان وظیفه ده، چې بل مسلمان سره د غم او درد په وخت کې همکاري وکړي، په ټولو مسلمانانو باندې غږ کوو، چې دې مسلمانانو سره نقدي او د توکو مرستې وکړي، تر څو دوی سره د اسلام د نظر نه او د بشریت له نظر نه غمشریکي شوي وي.))

د قومونو پیوستون شورا رئیس غازي نواز تڼي مشال راډیو سره په خبرو کې د افغانانو او نړیوالو څخه وغوښتل، چې د بدخشان د پيښې د قربانیانو سره دې په ټولو مواردو په ځانګړي ډول د سرپناوو په جوړولو کې مرستې وکړي:

((دا د بدخشان پېښه ډېره دردونکې او بوږنونکې پېښه وه، موږ ټول افغانان په دې باندې غمجن یو، په ټولو افغانانو باندې، د نړۍ په مسلمانانو باندې او په نړیواله ټولنه باندې موږ غږ کوو، چې د داسې لوی ناورین د مخنیوي له پاره د افغانانو سره، د مسلمانانو سره بلکې د انسانانو سره همدردي وکړي، موږ په ټوله نړۍ باندې غږ کوو، چې د دوی سره مرستې وشي، تر څو چې د نورو پېښو مخه ونیول شي او بې وزله خلکو ته سرپناه او راتلونکی ژوند برابر شي.))

د خوست د ولایت مقام مطبوعاتي مسوول او ویاند مبارز محمد ځدراڼ د بدخشان ولایت پيښه سخته دردونکې یاد کړه او ویې ویل، خوستوال دا پيښه داسې ګڼي لکه د خوست په یو کلي کې چې دا طبعي افت او مصیبت راغلی وي.

بل لوري ته د خوست یو شمېر سوداګرو او مدني فعالانو د بدخشان ولایت د پيښې له ناورین ځپلو له کورنیو سره د مرستې له پاره په لکونو افغانۍ راغونډې کړي دي.

د ښاروالۍ د مدني شورا مشر کرامت خان خپلواک وايي، چې دوی په پام کې لري، چې د جمعې پر ورځ هم د یو ډله ییز حرکت له لارې د خلکو نه نقدي او جنسي بسپنه راغونډه او وروسته يې د یو پلاوي په واسطه د پيښې د سیمې قربانیانو ته ورسوي.

د یادونې وړ ده د بدخشان ولایت د ارګو ولسوالۍ په اب باریک کلي کې د تیرې جمعې ورځې له غرمې مخکې د یوې خاورنې غونډې په ښویدو کې سلګونه کسان او شاوخوا درې سوه کورونه ترخاورو لاندې شول.

د دې پیښې زیانمن شویو ته د افغانستان په دننه او له دې هېواده بهرمرستې را ټولې شوي او د ویشلو په حال کې دي.
XS
SM
MD
LG