د لاسرسي ځای

برتانیا د کارپوهانو یو وړه ډله نایجېریا ته لېږي


برتانیا دا ګام د بوکوحرام اسلامي سخت دریځه ډلې له خوا د (دوه سوه شپږ اویا) کم عمره نجونو له تښتولو وروسته پورته کوي.


ټایمز ورځپانې نن (پنجشنبه) خبر ورکړ چې د برتانیا په لېږونکې دې ډله کې به د ځانګرو ځواکونو افسران شامل وي.

د نایجېریا ولسمشر ګوډلک جونتهن د تېرې چارشنبې پر ورځ د برتاینا دا وړاندیز ومانی. ولسمشر جونتهن تر دې یوه وړځ وړاندې له امریکا سره پر دې سلا شو چې د هغه هیواد پوځ ، قانون پلي کوونکي او نور کارپوهان په نایجېریا کې ځای پر ځای شي.

دا له هغه وروسته ده چې د چارشنبې په ورځ رپوټونه خپاره شو چې د بوکو حرام مشکوکو وسله والو د نایجېریا د شمال ختیځ په لرې پرته سیمه کې درې سوه کلیوال وژلي دي.

دا وېرونکي وژنې د مې پر پنځمه شوې دي. امریکايي ولسمشر باراک اوباما ویلي ، دا وروستۍ تښتونې به ښایي هغه پېښه وي چې د بوکوحرام خونړۍ ډلې پر ضد بالاخره نړۍ وهڅول شي.
XS
SM
MD
LG