د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران یو شمیر افغان بندیان افغانستان ته سپاري


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، ایران به په راتلونکې اونۍ کې یو شمېر افغان بندیان افغانستان ته وسپاري.


دا ګام د افغانستان او ایران ترمنځ د بندیانو د تبادلې په لړ کې اخیستل کېږي.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند شکېب مستغني د چارشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وویل ، ټاکل شوې ده چې د راتلونکې شنبې پر ورځ اوویشت افغان بندیان د افغانستان او ایران پر ګډه پوله افغان چارواکو ته وسپارل شي.

شکېب مستغني په وینا ، دا له هغه وروسته ده چې افغانستان په فبرورۍ میاشت کې ۱۴ ایراني بندیان د ایران حکومت ته سپارلي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG