د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډیمپسي: د افغانستان لپاره د روسیې هیليکاپټرو متبادل نه ویني


د امریکايي پوځونو مشر جنرال مارټن ډیمپسي ویلي چې پېنټاګون اوس مهال د افغانستان لپاره د روسي هیليکاپټرو ( ایم آی – اولس ) متبادل نه ويني.


جنرال مارټین ډیمپسي دا خبرې د امریکا سېنټ ته په وینا کې کړې دي.
نوموړي ويلي چې د روس د دې هیليکاپټرو پر ځای یې د نورو لټه کړې خو متبادل یې نه دی میندلی.

د روس ایتارتاس خبري اژانس د رپوټ له مخې ، د امریکايي پوځونو مشر جنرال مارټن ډیمپسي دا هم ویلي چې د کانګریس له لوري د روس پر (روسوبورن ایکسپورټ) کمپنۍ د بندیزونو لګولو هڅه به د دې سبب شي چې د افغانستان امنیتي ځواکونه له هوايي ملاتړه بې برخې شي کومه چې د اندېښنې وړ ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG