د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې بم چاودنې د یوې کورنۍ نهه تنه وژلي


افغان چارواکي وايي چې د هیواد په لویدیځ ولایت هرات کې د سړک د غاړې بم چاودنې د یوې کورنۍ نهه تنه وژلي دي.


دا کسان د مې پر شپږمه ناوخته له شین ډنډ ولسوالۍ څخه د هرات ښار ته روان وو چې له موټر سره یې نژدې بم وچاودی.

د شین ډنډ ولسوال عبدالحامد نور وویل چې په وژل شوو کې پنځه ماشومان ، دوې مېرمنې او دوه نارینه شامل دي.

دا پېښه تر هغه یوه ورځ وروسته شوې ده چې په هرات کې د سړک د غاړې دوو بېلا بېلو چاودنو لږ تر لږه اووه افغان عسکر ووژل او شپږ یې نور ټپیان کړل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG