د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیکا: یوولسو وسلوالو ته مرګ ژوبله واوښته


پکتیکا ولایت چارواکي وايي، چې د ملي اردو سرتيرو تېره شپه درې بجې د يوې مخامخ نښتې پر مهال د یاد ولايت برمل سرحدي ولسوالۍ کې د دوو بهرنيانو په ګډون يوولسو وسلوالو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د پکتیکا ولایت چارواکي وايي، چې د ملي اردو سرتيرو تېره شپه درې بجې د يوې مخامخ نښتې پر مهال د یاد ولايت برمل سرحدي ولسوالۍ کې د دوو بهرنيانو په ګډون يوولسو وسلوالو ته مرګ ژوبله اړولې ده.


د پکیتکا د والي ویاند مخلص افغان مشال راډیو ته وویل، چې د دولت وسلوالو مخالفينو يوولس کسيزه ډله چې په سپکو او درنو وسلو سمبال وه هڅه کوله بیګاه د پنجشنبې په شپه د سپرغره له لارې چې ډېورنډ کرښې ته نږدې پروت دی، افغانستان ته راواوړي، او بیا د خپل پلان له مخې په ځينو سرحدي او امنيتي پوستو بريدونه وکړي، چې د ملي اردو د سرتیرو سره د مقاومت سره مخامخ شوه، چې له امله يې شپږ تنه جنګيالي ځای پر ځای ووژل شول او پنځه نور تپيان شوي دي.

مخلص افغان وویل، چې په وژل شویو کسانو کې دوه پنجابي پاکستانیان هم شامل دي، چې جسدونه يې د جګړې په ډګر کې پاتې شوي او دا مهال د برمل ولسوالۍ په بازار کې عامو خلکو ته ښودل کيږي:

((د رارسیدلو راپورونو پر اساس تېره شپه یو شمېر وسلوال مخالفین چې بهرني باداران هم ورسره وو، د ډیورند د کرښې راووښتل او غوښتل يې زموږ په برمل ولسوالۍ کې د افغانانو ارامه ژوند وګواښوي، د شپې یوه نیمه بجه د سپر غره په ډډه کې لومړی دا ډله د خلکو د تند غبرګون سره مخامخ شوه، خو وروسته نږدې درې بجې د ملي اردو د سرتیرو له خوا هغه مهال په نښه شوه، چې دوی د برید له پاره ځانونه چمتو کول، زموږ د ملي اردو د سرتیو له خوا ورته کلک ځواب ورکړل شو.))

د مخلص افغان په وینا د وسلوالو ټپيان په غرنی سيمه کې لا درکه شوي، خو دوی يې د نیولو هڅې چټکې کړي دي.

د پکتیکا چاوراکي وايي، چې د نښتې له امله په سيمه کې ملکي وګړو او يا هم د ملي اردو سرتيرو ته کوم مالي او ځاني زیان نه دی اوښتي، خو له وسلوالو یو میل هاوان، یو۸۲ ملي متري توپ او ګڼ شمير نورې سپکې وسلې د ملي اردو لاس ته ورغلي دي.
XS
SM
MD
LG