د لاسرسي ځای

تازه خبر

له ایران سره د اړیکو پیاوړې کېدل سولې ته ګټه رسوي


پاکستان وايي، له ایران سره به یې د اړیکو په پیاوړي کېدو په سیمه کې سوله او امنیت وده وکړي.


د تېر ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان له خپل ایراني سیال عبدالرضا رحماني فضلي سره تر لیدو وروسته په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل، اسلام اباد او تهران به له یو بل سره په پراخه کچه استخباراتي مالومات شریکوي.

خبري غونډې ته د وینا پر وخت د ایران د کورنیو چارو وزیر عبدالرضا رحماني فضلي وویل، هېواد به یې له اسلام اباد سره د ترهګرۍ، نشه یي موادو او د خلکو د قاچاق پر ضد په مبارزو کې همکاري وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG