د لاسرسي ځای

تازه خبر

په زابل کې اته تنه پوليس تري تم شوي


د زابل چارواکي وايي، په دغه ولايت کې اته تنه ملي او سيمه‌ييز پوليس تري تم شوي او تر اوسه يې مړی ژوندی نه دی مالوم. دغه پوليس له نوبهار ولسوالۍ څخه قلات ته پر لارې وو چې ورک شوي دي.

د زابل چارواکي وايي، په دغه ولايت کې اته تنه ملي او سيمه‌ييز پوليس تري تم شوي او تر اوسه يې مړی ژوندی نه دی مالوم. دغه پوليس له نوبهار ولسوالۍ څخه قلات ته پر لارې وو چې ورک شوي دي.

دغه پوليس پرون له نوبهار ولسوالۍ څخه مرکز قلات ته روان وو چې د لارې په اوږدو کې ورک شوي دي او تر اوسه يې مړی ژوندی نه دی مالوم.

د زابل چارواکي وايي، دوی په دې باور دی چې ورک شوي پوليس به له وسله والو سره په جګړه اوښتې وي او بيا به وروسته ژوندي نيول شوي وي.

په ورکو شويو پوليسو کې يو يې ملي پوليس او پاتې اووه تنه يې سيمه‌ييز پوليس دي.
د زابل مرستيال والي محمد جان رسوليار وايي، د دوی لومړنۍ پلټنې ښيي چې ورک شوي پوليس وړمه شپه، د شپې مهال قلات ته پياده را روان شوي وو، وروسته د سيمې خلکو وسله وال ورباندې خبر کړي دي او بيا تر يوې نښتې وروسته د دغو پوليسو درک نه دی مالوم شوی.
دی وايي، باوري دی چې دغه پوليس به طالب وسله والو نيولي وي.

"دوی پياده را روان شوي وو د قلات پر خوا باندې، يو دېرش څلوېښت کيلو مټره واټن يې وهلی دی چې ورباندې سهار شوی او بيا د سيمې خلکو طالبانو ته ويلي دي چې دلته پو يونيفرم کې کسان روان دي. وروسته د دواړو غاړو تر منځ نښته شوې او بيا يې درک نه دی مالوم شوی."

رسوليار وايي، دوی ته داسې مالومات هم رسېدلي دي چې ګواکې له وسله والو سره په جګړه کې دوه تنه پوليس وژل شوي او پاتې نور يې هغوی ژوندی بېولي دي.
خو تر اوسه پورې لا طالب وسله والو په دې اړه څه نه دي ويلي.
XS
SM
MD
LG