د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر کرزي د کابل ښاروال څخه د تحقيقاتو امر وکړ


د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د کابل له ښاروال محمد یونس نواندیش نه د تحقیقاتو امر وکړ.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د کابل له ښاروال محمد یونس نواندیش نه د تحقیقاتو امر وکړ.
لویه څارنوالي وايي، دا تحقیقات به د ولسي جرګې د ځینو غړو د هغو ادعاوو په اړه وشي چې وايي، انجنیر نواندیش د ځمکمو په غصب او اداري فساد کې لاس لري.


ولسمشر حامد کرزي وروسته له هغې د کابل له ښارواله د تحقییقاتو امر وکړ، چې د ولسي جرګې یو شمېرغړو په دې وروستیو کې د کابل ښاروالۍ مخې ته راټول شوي وو او د ښاروال محمد یونس نواندیش د دندې د ځنډیدو غوښتنه یې کوله.

د ولسي جرګې د مواصلاتو او مخابراتو د کمیسیون غړو څوڅو ځلې د دې جرګې په عمومي غونډو کې هم په ښاغلي نواندیش تور لګولی و، چې د ځمکو په غصب او اداري فساد کې لاس لري.

د سې شنبې پر ورځ د لویې څارنوالۍ ویاند بصیرعزیزي په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې د ولسمشر له امر سره سم به د لویې څارنوالی یو پلاوی د وکیلانو د ادعاوو په اړه څیړنه وکړي.

ښاغلي عزیزي له هغو وکیلانو چې د ښاروالۍ مخ ته یې په تحصن لاس پورې کړی وغوښتل چې نور خپل اعتراض پای ته ورسوي.

هغه له وکیلانو وغوښتل، چې د خپلو ادعاوو په اړه دې شواهد او اسناد لویې څارنوالۍ ته ورکړي.
د راپورونو له مخې د یو شمېر وکیلانو او د کابل د ښاروال محمد یونس نواندیش ترمنځ وروستۍ شخړه تر ارګه رسیدلې او ولسمشر د دواړو خواوو نظرونه اوریدلي دي.
XS
SM
MD
LG