د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې طالبانو بیا خپلو کې سره وژلي


د طالبانو ځینو سرچینو بیګا مشال راډیو ته په ټېلیفون د دغه نښتو پخلی کړی چې د شهریار مسود او خان سید سجنا د ډلو ترمنځه شوې دي.

د پاکستان استخباراتي ادارې او په شمالي وزیرستان کې ځايي وګړي وايي، د سېشنبې پر ورځ په شوال سیمه کې د وسله والو طالبانو د دوو ډلو ترمنځه په تازه نښتو کې لږ تر لږه اته وسله وال وژل شوي او یو شمېر ژوبل دي. ځینې رسنۍ بیا وايي، چې تر دولس تنو پورې وسله وال وژل شوی دي.


د طالبانو ځینو سرچینو بیګا مشال راډیو ته په ټېلیفون د دغه نښتو پخلی کړی چې د شهریار مسود او خان سید سجنا د ډلو ترمنځه شوې دي.

دیادونې وړ ده چې تېره ورځ سهار هم د شمالي وزیرستان میرام شاه ظفر ټاون کې هم پر موټر سایکل سواره دوه تنه وسله وال په بمي چاودنه کې وژل شوي ول.

د وسله والو د دې ډلو ترمنځه له تېرو څو اوونیو راهیسې وخت په وخت نښتې کېږي چې پکې تردې دمه خوا اوشا ۵۰ وسله وال وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG