د لاسرسي ځای

تازه خبر

بدخشان کې د مړو موندلو لړۍ بیا پېل شوې


د افغانستان په بدخشان ولایت کې د ځمکښویېدنې په یوه لویه پېښه کې د ورکو کسانو د جسدونو د موندلو لپاره د پلټنې عملیات بیا پیل شوي دي.


دا ګام وروسته له هغې پورته کړای شوی چې د ورکو کسانو خپلوانو د حکومت د هغې پریکړې د منلو نه انکار وکړ چې د پلټنې عملیات به ودروي.

د زورورو بارانونو نه وروسته د مئي په دویمه نېټه په اب باریک سیمه کې د ځمکښویېدنې پېښه رامنځ ته شوه او ګڼ شمیر کسان د لږ تر لږه پنځوس میتره خاورې د لاندې شول.

د تیرې اونۍ په پای کې دغته د پلټنې عملیات ودرول شول ځکه چې نوموړې درې ته د خاورو د کیندلو لپاره د مشینرۍ وړل ناشوني دي.

په دې لوی ناورین کې د وژلو شویو کسانو کره شمیره ښايي معلومه نه شي، که څه هم ملګري ملتونه او افغان چارواکي اندازه لګوي چې ښايي د ۵۰۰ نه نیولې تر ۲۷۰۰ پورې کسان له منځه تللي وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG