د لاسرسي ځای

د ختیځ او کراین په جنګ ځپلې سیمه ( ډونیټسک ) کې یو ورځ وروسته له هغې هوايي ډګر وتړل شو چې امنیتي سرتیرو د روس پلوو ځواکونو پرضد عملیات وکړل چې پکې دواړو خواوو ته د مرګ ژوبلې راپورونه دي.


د نوموړي هوايي ډګر په ویپ پاڼه نن (سېشنبه) یو بیان خپور شوی و چې ورکې لیکل شوي، د حکومتي امر په اساس د الوتکو تګ راتګ درول شوی دی.

د اوکراین حکومت د دغه هوايي ډګر د تړل کیدو د علت په اړه څه ډول معلومات نه دي ورکړي. د هوايي ډګر ویانده وايي هغې ته داسې معلومات نه دي ورکړل شوي چې هوايي ډګر به څومره وخته پورې تړلی وي.
XS
SM
MD
LG