د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا په جبوتي کې پوځي اډه جوړوي


امریکا په مشرقي افريقاي هيواد ( جبوتي ) کې د اوږدي مودي لپاره د يوي پوځي اډی د قرارداد په اړه یوي لوظنامی ته رسيدلي ده .

د دې لوظنامې اعلان پرون (دوشنبه) په سپينه ماڼۍ کې د جبوتي د ولسمشر اسماعيل عمر ګلي او امریکايي ولسمشر بارک اوباما تر مينځه په ملاقات کی وشو .

اوباما وويل چې دغه پوځی اډه نه يوازي د ټولي افريقي بلکي د ټولي سيمی لپاره ډير زیات اهميت لري .

امریکا دغه پوځي اډه په يمن کې د القاعده سره تعلق لرونکو مشکوکه وسله والو او په صوماليه کې د الشباب وسله والې ډلې پر ضد د بريدونو لپاره کاروي .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG