د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین او ایران پر خپلمینځي همکارۍ سلا شوي


د ایران یوه پوځې وفد پرون (دوشنبه) په پیکنګ کې له چینایي چارواکو سره د همکارۍ په اړه خبرې وکړې.


د ایراني وفد مشري د دې هیواد د دفاع وزیر حسین دهقان او د چین د وفد مشري د دغه هیواد د دفاع وزیر چانګ وانګ قوان کوله.

چینايي خبري اژانس ژینوا لیکي چې ، چانګ د ایران او چین ترمنځ د پوځې اړیکو د غښتلتیا هرکلی وکړ. په دي همکارۍ کې د پوځيانو روزنه او د دواړو هیوادونو د وسله والو ځواکونو ترمنځ همکاري شامله ده.

د ایران دفاع وزیر حسین دهقان وویل، د ایران او چین ترمنځ د پوځي اړیکو پراختیا ، د سخت دريځۍ، ترهګرۍ ، د نشه یي موادو او سمندري غلاو پرضد جګړې کې همکاري ډاډمنه کوي.

د ایران دفاع وزیر زیاته کړه، یو پیاوړی چین د نړیوالې سولې او امنیت لپاره او یو پیاوړي ایران د فارس خلیج د ستراتیژیکي سیمې د سولې، ثبات او دوام داره امنیت لپاره ډاډ دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG