د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر: د تیرا میدان کډوال خپلو کورونو ته ستنېږي


د قبایلي سیمو قدرتي آفتونو منظمولو اداره ( ایف ډي ایم اي) وایي، چې د مې میاشتې له اوومې نېټې به د تیرا میدان بې کوره شوو خلکو د ستنیدو دویمه لړۍ پیلېږي.


دوی وویل چې په دې کې به ملک دین خېل له اووم مې تر لسم مې پورې، آدم خیل به له یولسم مې تر دیارلسم مې پورې، شلوبر قبیله به له څوارلسم مې تر اوویشتم مې پورې، او زخه خېل به له اتویشتم مې تر نهه ویشتم مې پورې ستنول کېږي.

دوی وویل چې ((دغه خلک به د کوهاټ له جرمه مرکزه او په کرمه کې له دراني کډوالو کیمپه روانول کېږي، او هره ورځ به خوا وشا درې سوه کډې تیرا میدان ته ځي))

په دې حقله د قبایلي سیمو قدرتي آفتونو منظمولو اداره یو چارواکی عرفان الله مشال ریډیو ته وویل (( موږ ورته خپل ټول تیاری مکمل کړی دی او د تیرا میدان د کډوالو ستنیدو لپاره مو د جرمې کوهاټ مرکز او د کرمې درانيی کډوالو کیمپ مرکز ته خپله عمله لېږلې ده))

په پېښور کې د تیرا میدان بې کوره شوی یو تن رحمان شاه اپرېدی وایي چې (( موږ ډېر خوشاله یو چې خپل وطن ته ستنیږو، چارواکو ته پکار ده، هغه ټولې آسانتیاوې راکړې چې ورته اړتیا لرو، موږ ته دې ټرانسپورټ، خوراک او بسترې راکړل شي، او په تیرا کې مو چې کوم کورونه وران شوي دي هغه دې راته جوړ کړل شي))

د اېف ډي اېم اې چارواکو زیاته کړه ((چې دوی به د تیرا میدان بې کوره شوې هرې رجسټرډ کورنۍ ته د ټرانسپورټ، خوراک او د صفایی کټ آساننتیاوې ورکوي، او تیرا ته چې ورسي نو د یو وخت تیار خوراک او د شپږو میاشتو غله به هم ورکوي))

یاده دې وی چې د تیر کال په جنورۍ میاشت کې په تیرا میدان کې د دوه وسلوالو ډلو ترمنځه د نښتو له امله په زرګونه خلک بې کوره شوي وو خو په دې وروستیو کې په تیرا میدان کې پوځ عملیات وکړل او ادعا کوي چې د تیرا میدان سیمه یې له وسلوالو پاکه کړې ده او خلک یې واپس خپلو سیمو ته تلای شي.
XS
SM
MD
LG