د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان قامي اسمبلۍ د یوټيوب خلاصولو لپاره قراداد منظور کړ


د پاکستان سرکاري ټېليویژن د یوه خبره له مخې د قامي اسمبلۍ غونډې په یوه خوله په پاکستان کې د يوټيوب بیرته خلاصولو پرېکړه لیک (قرارداد) منظور کړ.


دغه قرارداد د پاکستان پيپلز پارټۍ د قامي اسمبلۍ غړې شازيه مري وړاندې کړ. هغې پر دې مهال په خپلو خبرو کې ویلي ول، چې په ټوله اسلامي نړۍ کې يو ټيوب خلاص دی او پاکستان کې یې هم خلک د پټو سایټونو (پراکسي سایټ) په مرسته ګوري. دې زیاته کړې چې باید يوټيوب په مکمله توګه بیرته پرانستل شي.

د صحت وزير مملکت سايره افضل تارړ د اسمبلۍ غونډې ته په خپلو څرګندونو کې وويل چې پر يو ټيوب د پيپلز پارټۍ په دور کې بندیز لګېدلی وو او زیاته یې کړه چې د مسلم ليګ ن حکومت د يو ټيوب پرانستلو کې سنجيده دی.
XS
SM
MD
LG